افغانستان

نورستان د اطلاعات او کلتور ریاست: هر کال په زرګونه سیلانیان له تفریحي ځایونو لیدنه کوي

شریعت: افغانستان ته د اسلامي راتګ وروسته دې هېواد ته بهرنیان رامات شوي دي، چې د اطلاعات او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت په وینا تېر کال بهرنيو سیلانیانو راتګ له ۵ زره او د داخلي سیلانیانو شمېر له میلیونونو اوړي. افغانستان ډېری تفریحي سیمې لري، چې مشهور ولایت یې په ختیځ کې پروت نورستان سیمه دی. د نورستان د اطلاعاتو او کلتورریاست د مسؤلینو په وینا، د اسلامي امارت په حاکمیت سره نورستان ولایت ته د سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د بهرنیو وګړو د سیاحت په نشت حساب و،   اما اوس د نړۍ له بېلابېلو هېوادنو څخه بهرني سیلانیان د سیاحت لپاره راځي او هرکال له ۶۰ زرو څخه  زیات داخلي سیلانیان د نورستان له بېلابېلو سیمو څخه لېدنه کوي.

د نورستان د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي سمیع الحق حق بیان د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې د دغه ولایت د تفریحي سیمو په اړه وویل: د نورستان لرغونې او مشهور ځایونه عبارت دي له ایندرګون باغ، کشتکي معبد (بیت الله)، کموباغ، نایب سالار عبدالوکیل خان قلعه، منډول حوض، کله ګوش،  ګرم چشمه، دیوانه بابا زیارت او داسې نورې سیمې چې زیات شمېرهېوادوال یې لیدو ته راځي.

ښاغلی حق بیان وایي، چې تر پخوا اوس سیلانیانو ته تر ډېره بریده اسانتیاوې برابرې شوي دي، خصوصي سکتور تشویق شوی دی، په مختلفو برخو کې هوټلونه جوړشوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري سیلانیانو ته هم یو عصري هوټل جوړېږي؛ د تفریح ځایونه مشخص شوي، سیلانیانو ته د تفریح لپاره په پارون کې د اوبو بند کې کشتۍ خوشې کړي او ټولو داخلي او بهرنیو سیلانیانو ته تاریخي او ښکلې سیمې په ګوته شوي او هغوی ته لارښونه شوې او په همدې ترتیب بهرني سیلانیان نورستان ته په راتګ خوشحاله دي او دوی همیشه د نورستان د ښکلا صفت کوي او له بشپړ امنیت څخه ډېرراضي دي.

د اطلاعات اوکلتور رئیس زیاتوي، د اسلامي امارت په راتګ سره لله الحمد په ټول نورستان کې بشپړ امنیت دی، هغو درو ته چې تر اوسه یې سړکونه نه درلودل سړکونه ورته جوړ شوي دي، د قومونو ترمنځ سترې دوښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي، په لویو لارو پلونه او استینادي دیوالونه جوړ شوي، په لرو پرتو سیمو کې ښوونځي جوړ شوي، د روغتیا برخه چې مخکې له نشت سره حساب وه، اوس په اکثرو ولسوالیو او درو کې په لسګونه روغتیاي مرکزونه جوړشوي، د ګرځندویانو لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې.

همداشان هغه زیاتوي، چې نورستان د افغانستان په ختیځ کې په ځنګلونو پوښلی یو غرنی او زرغون ولایت دی، چې په پخوا وختونو کې د بلورستان او کافرستان په نومونو هم یادیده، د نورستان خلک د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې په اسلام دین مشرف شول.

یاد ولایت په ۱۳۹۹ کال کې د ملي پارک په توګه اعلان شو، چې تر اعلان وروسته هر کال په زرګونه سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي.

نوموړي رئیس ځیني وړاندیزونه هم درلودل چې وایي: نورستان هر اړخیزې پاملرنې ته   اړتیاوي لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د ګرځندوی برخې تشکیل ته خاصه پاملرنه وکړي، د هوټل جوړېدو ترڅنګ نور تفریحې ځایونو ورغوي او د سیلانیانو لپاره هوایي زانګوګانې او لفټونه جوړ کړي او همداشان د سیلانیانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو راتلونکي سیلانیان او هېوادوال په نورستان ولایت کې له لا زیاتو سهولتونو څخه برخمن او خپلې د خوښیو شیبې په خوشحالۍ تېرې کړي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button