مقالی اوتبصرې

هر ډول پانګونه د هېواد اقتصاد پیاوړی کوي

افغانستان کې اوس د ډاډمن امنیتي چاپېریال رامنځته کېدل، د فساد مخنیوی او د کوکنارو کښت له منځه وړل هغه عمده موضوعات دي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې په مختلفو برخو کې د پانګونې ښه زمینه رامنځته کړې ده، حقیقت دا دی چې په کور د ننه هر ډول پانګونه او د صنعت پراختیا د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پردې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي، ځکه په بېلابېلو برخو کې پانګونه د هېواد او هېوادوالو د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي.
دې ټکي ته مو باید پام وي چې افغانستان په واقعیت کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډېر ښه امکانات لکه پراخې طبیعې زیرمې، پرېمانه اوبه، ښه استعدادونه او ستر بشري ځواک لري،چې له دغو ټولو څخه بايد په ښه توگه گټه واخیستل شي، ځکه الحمدالله اوس په ټول هېواد کې امنیت راغلی، د فساد په وړاندې جدي مبارزه شوې او د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی، نو پر دې اساس اوس دې ته زمینه برابره شوې چې کورني او بهرني پانګه وال افغانستان کې پانګونه وکړي. دغه راز د اقتصادي چارو شنونکي هم په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هیواد د اقتصاد د غوړیدا لپاره ډېر مهم ګڼي، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د پانګه والو د مالي او ځاني امنیت برابرول، د بهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پیداکول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلاره هغه څه دي،چې يو هېواد د آبادۍ او ترقۍ په لور بيايي.البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کېږي، پر دې بنسټ د هېواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په هیواد کې پر کانونو او کرنیزو برخو پانګونه، د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخانو جوړول، رغاول په حقیقت کې د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کېږي، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه دنده لري چې دپانګونې را جلبولو زیاته پاملرنه وکړي او بهرني پانگه وال دې ته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانگونې وکړي، البته په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت لري چې د امنیتي مصوونیت ترڅنگ پانگه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي،چې دوی په ډاډه زړه پانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له شته فرصته ښه گټه ترلاسه کړي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *