افغانستان

هلمند کې د یوه ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

شریعت: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ٧۵۵ زره افغانیو په لګښت د یوه ښووځي ودانۍ تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دغه ودانۍ د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٧۵۵ زره افغانیو په لګښت بیا ورغول شوه، چې د تېرو جګړو پرمهال یې ځینې برخې یې ویجاړ شوې وې.
د مسوولینو په وینا، چې د بیا رغونې په دې چارو کې د کړکیو، دروازو او درسي خونو رنګمالي او بیا رغول شامل دي.
مسوولین زیاتوي، چې د دغه ودانۍ د بیارغولو چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *