لیکنېمقالی اوتبصرې

هیکل نه؛ اقصی به وي!

د یهودو د شلو څخه زیاتې مذهبي ډلې د بیت المقدس د ړنګولو لپاره کار کوي، د بیت المقدس شاوخوا یې ژور خندوقونه ایستلي،تر څو د زلزلې په واسطه د مسلمانانو لومړۍ قبله ونړوي او په ځای یې هیکل سلیماني جوړ کړي.
په ۱۹۶۹ز کال کې د استرالیا څخه راغلی یهودې مایکل اوهن د مسجد اقصی یوې برخې ته اور ور واچاوه چې د سلطان صلاح الدین ایوبي د منبر په شمول ۱۵ سوه مترو په اندازه وسوځول شو.
د مسجد اقصی ټول مساحت ۴۴۰۰ متره مربع دی پدې ورځ د اسرائیلو غاصب رژیم اوبه هم ورباندې بندې کړې وې.
د ۱۹۶۷-۱۹۶۸ م کال پورې یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لور ته تر دېوال لاندې شاوخوا ۷۰ متره سورنګ وکیند چې ۱۴ متره پلنوالی يې درلود،په ۱۹۶۹ م کال یهوادنو د مسجد اقصی جنوب لوېدیځ ته د ۸۰ مترو په اندازه سورنګ وکیند چې تر باب المغاربه پورې ورسید.
په ۱۹۸۰ ز کال کې یهودو غوښتل چې په ماینونو مسجد اقصی وران کړي خو دا پلان یې رسوا شو.
په ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ کال کې یهودو د مسجد اقصی په داخل کې په لسګونو مسلمانان په عبادت شهیدان کړل.
د ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې د سورنګ کیندلو لړۍ په حرم کې د شرعي محکمې د پخوانۍ ودانۍ څخه او د پنځو دروازو د ودانیو لاندې تیره شوه چې د ۴۰۰ مترو په اندازه یې سورنګ اوږد کړ.
نړۍ چوپه خوله ده، تر دې چې د یوې کلمې وروڼه د غفلت په خوب ویده دې، وړاندې نه ځم په ۲۰۰۵م کال کې مشهور ترهګر تنظیم رفافات اعلان وکړ چې مسجد اقصی به نړوي او پر ځای به یې ( هیکل سلیماني) جوړوي. د دې لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه یهود را وغوښتل شول ټوله اسلامي نړۍ چوپه وه صرف د فلسطین باتور ځوانان یې لکه د غره په شکل په مخ کې ودرېدل او په چيلنج یې ورته وویل چې تاسو را مخ ته شئ.
په ۱۹۷۴ کال کې یې د جبوب دیوال وروستۍ برخې لاندې یې ختیځ پلو ته د ۸۰ مترو په اندازه سورنګ وکیند او بیا دا سورنګونه د اقصی مسجد تر تعمیر لاندې ۲۰ متره اوږده کړل.
۱۹۷۷ کال کې یې د مقدس مسجد ختیځ دیوال لاندې خندق وکیند.
د حرم د میدان لاندې یې په ۱۹۸۱ م کال کې یو سورنګ وایست چې ۲۵ متره اوږدولی او ۶ متره لوړ والی لري.
دا پلانونه ټول یهود او اسرائیل په ګډه عملي کوي
فعلآ دا دی عملاً مسلمانان شهیدان کوي او د جومات په نړولو یې لاس پورې کړی، اسلامي امت چوپ دی. په اسلامي هېوادونو کې بلواکې او غربي رسنۍ هیڅ نه نشر کوي.
یهود او اسرئیل هغه قوم دی چې تل یې د الله په ځمکه د الله د احکامو څخه بغاوت کړی.
مسلمان ټول په فحشاوو او غلامیو کې وخت تیروي، خپلو مقدسو ځایونو ته هیڅ اهمیت نه ورکوي یهود ورځ په ورځ د اسلام د تخریب او خپلې بقاء لپاره قدمونه اخلي.
یا الله ته یې پخپل قدرت هلاک کړې.
صلاح الدینه! اقصی چیغې وهي

سید معصوم الله عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *