پروان او بامیانو کې پر زرګونو اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې
په پروان او بامیانو کې د بېلابېلو موسسو له لوري پر ۷ زره ۳۱۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې یې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پر څه باندې ۵ زره ۷۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي، ۶ کیلو لوبیا او یوه اندازه مالګه ووېشل شوه.
د یو له خبر له مخې؛ د بامیانو په پنجاب، ورس، یکاولنګ نمبر ۱ او یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کې د ابرار موسسې له لوري پر ۱۶۱۰ کورنیو نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشل شوې.
د ابرار موسسې د بېړنيو پروژو مسوول محمد جاويد نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې راتلوونکي کې به د دغه ولایت ۸ ولسوالیو کې ۴ زره ۵۰۰ کورنیو ته ژمنۍ مرستې ووېشل شي، چې په کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالره او درې ژمنۍ کمپلې ورکړل شي.