افغانستان
په فاریاب کې د کتابونو نندارتون جوړ شو
د فاریاب د عامه کتابتون له لوري د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همغږۍ د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ
شو.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي شمس الله فاريابي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه يو ورځنى نندارتون د کاووشګران تعليمي مرکز په همکارۍ د یاد ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې د لوست د فرهنګ د ودې په موخه په لاره اچول شوى دى.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نندارتون کې په بېلابېلو برخو کې سلګونه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.