لیکنېمقالی اوتبصرې

په ګاونډيو هېوادونو کې د مهاجرینو او کــډوالو ستونزې

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کډوالي دود ده، چې د یوه هېواد وګړي بل هېواد ته د کارونو له پاره ورځي یا یوازې نارینه وي او یا ټوله کورنۍ وي، کله یې چې زړه وغواړي بېرته خپل هېواد ته ستنیږي. او په ځينو هېوادونو کې کوچیان موجود وي، چې د خپلو رمو او ګلو لپاره د ښو ورشوګانو پیداکولو په موخه موسمي کډوالي کوي. همداشان په ځينو هېوادونو کې جګړې وي نو بیا وګړي یې د امن او سرخوندي کېدا له پاره ګاونډيو هېوادونو ته کډوال کیږي.
د ګران هېواد افغانستان اتباع او هستوګن به هم له ډېرو پخوا زمانو څخه هندوستان ته د کارونو له پاره او د ږلو رمو ساتلو په موخه کډوالېدل، ولې دا کډوالي او کوچیتوب به لنډمهالی و، د ډېرو کلونو له پاره به نه و. خوکله چې کمونیستانو په هېواد کې کودتا وکړه او کم عقل دهري تره کي خپل کفري فرمانونه جاري کول شروع کړل، نو مسلمان ولس د کمونستانو خلاف جهاد پيل کړ، چې د جهاد ختمولو او خپ کولو په موخه یې هوايي بمبارونو او زمکنیو توپونو ګوزارولو ته کش ورکړ او له استثناء پرته یې هرڅوک او هر څه په بمونو او توپونو و ویشتل. ورپسې سره شورویان راغلل نو مسلمان ملت هم اړ شو چې ګاونډيو هېوادونو ته هجرت وکړي. چې هلته د کېمپونو او پنډغالیو سيسټم ورته جوړ شو، په پاکستان کې افغان مهاجرین تر ډېره بریده ازاد ګرځېدل، ډېر قیودات نه وو پرې اېښودل شوي، کله ناکله به د اسنادو د نه شتون له امله ځورول کېدل، تاڼو او بندیخانو ته به لېږل کېدل خو ژر به بېرته رها او خلاصېدل.
اما په اېران کې د مهاجرینو له پاره فضاء دومره ارامه او ازاده نه وه. هلته شرائط سخت او قیودات ډېر وو، په پاکستان کې د مهاجرینو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه ودان شول چې افغان ماشومانو او ځوانانو زده کړې او تحصیلات په کې کول. او افغانان د پاکستان په تعلیمي مراکزو کې هم شاملېدای او له توپير پرته یې خپل تعلیم کولی شو. خو په ایران کې زمونږ هېوادوالو دا چانس نه درلود. په دواړو هېوادونو کې افغان مهاجرینو لوړې ژورې ولېدلې او له نېکه مرغه چې ناموس او عزت یې خوندي وو.
د ۱۳۷۱ ه ش د ثور په (۷مه) چې مجاهدینو کابل ونیو، واک مجاهدینو ته ولېږدول شو، ډېر هېوادوال خپل هېواد ته راستانه شول، ولې چې خپلمنځي جنګونه ونښتل، نو ځينې هېوادوال دوباره مهاجرت ته اړ شول. او بعضې داسې کسان (کورنۍ او فامیلونه) وو چې مخکې نه وو مهاجر شوي، ولې د مهاجرینو له بري وروسته کډوال شول. چې په هغو کې د افغانستان د پرچم ګوند غړی د سرحداتو پخوانی وزیر سلیمان لائق هم په ۱۳۷۱ هـ ش کډوال او تر ۱۳۷۳ هـ ش پورې په کوزه پښتونخوا د چارسدې په ولي باغ کې میشت وو.
مجاهدین چې واک ته ورسېدل او خپلمنځي جګړې ګرمې شوې نو په هغه وخت کې د پېښور له یوه ښوونځي څخه شاګردان اسلام اباد ته دافغانستان سفارت ته وتښتول شول، ولې ډېر ژر په سفارت پوځي عملیات ترسره او تښتونکی همالته ووژل شول او زده کوونکي ازاد شول. چې له دې وروسته په پاکستان کې د افغان مهاجرینو نیول په یوه او بل نوم سره شروع شول او د یاد هېواد ولسونو (له یو شمېر وګړيو پرته) ټولو د مهاجرو افغانانوو قدر کاوه، د قدر په سترګه یې ورته کتل خو له پورته پېښې وروسته د هغوی په زړونو کې د مهاجرو درنښت کم شو، سره له دې چې مهاجرین په هغه ډرامه کې د خیل او ښکیل هم نه وو او دا د شمالي ټلوالې ډرامه وه. د داخلي جنګونو پر مهال ډېر زاړه حکومتي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ایران او نورې نړۍ ته کډوال شول.
دواړو هېوادونو د مهاجرینو کوربه توب کاو، چې کله کله به مهاجرین ځورول کېدل. څو په افغانستان باندې صلیبیانو یرغل وکړ، د کمونیست رژيم د مهال ډېر حکومتي کسان او د هغو کورنۍ له پاکستانه او ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شول، خو برعکس د امریکايي بمبارونو، تالاشیو، شپنیو عملیاتو او نورو ظلمونو له لاسه ډېر هېوادوال بیا پاکستان او ایران ته په هجرت کولو اړ شول او هجرت یې وکړ.
د اشغال په شل کلن وخت کې ځينې مهاجرین خوندي او مصؤنو سیمو ته راستانه شول خو د لاسپوڅي رژيم او صلیبیانو تر ولکې لاندې سیمو څخه ډېر هېوادوال د اسلامي امارت د مجاهدينو تر کنټرول لاندې مناطقو او نورو خوندي ځایونو ته مهاجر شول. پټه دې پاتې نه وي چې په دې دوره کې په لسګونو زره افغانان لویدیځ ته لاړل. بیا کله چې په دوهم ځل اسلامي امارت کابل ونیو، ټول هېواد یې بشپړ فتح او نظام یې په پښو ودراوه، نو دا مهال صلیبیانو خپلو افغاني همکارانو ته لویدیځ ته د تللو چانسونه برابر کړل، ډېر یې له ځانه سره بوتلل او غټ شمېر یې له افغانستانه ووېستل، په نورو هېوادونو کې یې په مؤقت ډول په کېمپونو کې میشت کړل، چې په خورا ناوړه حالاتو کې د انتظار شپې ورځې تېروي. او ځينو اروپايي او امریکايي هېوادونو یو لوی شمېر افغانان پاکستان ته وروغوښتل څو له هغه ځایه یې خپلو هېوادونو ته بوځي، ولې یو غټ شمېر داسې هم شته چې له اسلامي نظامه تښتېدلي په پاکستان او ایران کې مېشت دي، څو د صلیبي ملکونو په دیدار مشرف شي.
په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم سیاسي حالات تر ډېره ترینګلي وو او همداشان هلته اقتصادي وضعیت هم ډېر کمزوری او قیمتي ډېره زیاته ده، چې د دې اثرات د هغه هېواد پر وګړيو هم شوي او کیږي او په افغان مهاجرینو او کډوالو یې هم اغېز شوی او کیږي. د یاد هېواد له ستونزمنو حالاتو سره د افغان مهاجرینو ځورول کېدل او نیول کېدل، پخوا هم وو، اوس چې هلته یو مؤقت (نګران) حکومت جوړ شوی، نو زمونږ د ۴۵ کلنو تجربو په اساس دا یوه واضح خبره ده چې افغانان به هلته ځورول کیږي؛ ځکه هر ځل لنډمهالیو حکومتونو افغانان ځورولي دي.
اوس د رسنیو د سر ټکي دا وي، په کراچۍ کې ۹۰۰ افغانان ونیول شول، ۲۰۰ بېرته خوشې کړل شول. همداراز په ایران کې دومره بندیان شول، یو لوی شمېر وځورول شول او داسې او داسې. ځينې بیا د اسلامي امارت په سفارتونو او کونسلګریو باندې ملامتي اچوي، په داسې حال کې چې د اشرف غني د واکمني پر مهال هم همدا کیسه روانه وه، هغه به له سفارته ورهاخوا یو ځانګړی استازی هم په پاکستان کې درلود، خو هغه مهال به اوسنیو اعتراض کونکو اعتراض نه کاوه. اعتراض کوونکي هم له پاکستانه نه غږیږي، هغوی په لویدیځ کې ښه مرفه ژوند لري او هغه له ځایه د افغانانو دفاع کوي. کاش دوی هغه وخت ټول مهاجرین له پردیو هېوادونو څخه راوستي او په خپل تاټوبي کې میشت کړي وای!! چې د ډالرو باران پرې ورېده.
واقعاً چې د هیڅ مسلمان ځورول د زغمولو وړ نه دي او د خپلو افغانانو خو بیخي نه دي، په پاکستان کې د اسلامي امارت ډِپلوماټان تل خپلې هڅې کوي او د خپلو هېوادوالو په غم کې شپه ورځ منډې ترړې وهي. ولې زمونږ مهاجرو وروڼو ته هم په کار ده چې خپل هېواد ته راستانه شي او په خپل ټاتوبي کې د خپل توان مطابق کار وکړي. هغه شتمن کسان چې په پاکستان، ایران او نورو ملکونو کې یې پانګونې کړې او د هغو ګټو ته ناست دي، باید هغه پانګونې په خپل ټاټوبي کې وکړي، ډېر بهرنیان دي چې زمونږ په هېواد کې د پانګې اچونې هوډ لري ، چې بهرنیان دا هوډ لري،دوی مهاجر افغانان ولې دلته پانګونه نه کوي. او هغه هېوادوال چې پانګه او سرمایه نه لري غریب او بېوزله دي، هغوی ته هم په خپل هېواد کې کار برابریږي، را دې شي او خپل وطن ته[ خپل وطن کشمیر دی]. اوس یې توهین او سپکاوی نه کیږي، څوک په سپکه او کږه نه ورته ګوري او نه ورته کتلی شي!
د هېواد د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې درې میلیونه، په ایران کې هم درې میلیونه او په نوره نړۍ کې هم یو میلیون افغانان مهاجر او کډوال دي. سمه ده چې په ګاونډيو هېوادونو کې خو ان د کمونستانو له کودتا راهیسې میشت وو او نورې نړۍ ته له کودتا پس لږ کډوال شول او ډېر وروسته تللي او کډوال شوي دي، خو د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت دنده او مسؤلیت څه شی دی؟
مهاجرین باید خپل وطن ته د راستنېدو هوډ وکړي او وزارت د اړوندو نړیوالو مؤسسو او ادارو په مرسته مهاجرین په عزت سره خپل ټاټوبي ته راستانه کړي، څو د دوی (مهاجرینو) مسئله د تل له پاره حل او دوی په خپل ټاتوبي کې میشت شي.
یاد وزارت د نورو اړوندو ادارو په مرسته په هر ولایت کې په راستنو شویو باندې حکومتي زمکې وويشي، که په خپلو خپلو ولایاتو کې د هغو د شمېر په اندازه نه وي، ګاونډيو ولایتونو او یا د دوی (مهاجرو) په خوښه سیمو کې زمکې ورکړل شي. د کورونو په جوړولو کې مرسته ورسره وشي. همداراز د کارونو په پيدا کولو کې همکاري ورسره وشي. په عربي هېوادونو کې کارونه ورته پيدا او هلته واستول شي، د سفر مصارف یې امارت په غاړه واخلي.
چې زمونږ مهاجرین له ګاونډيو ملکونو او نورو لرې هېوادونو څخه راستانه شي، د هېواد ستونزې به هیڅکله زیاتې نه شي. (ځينې کسان دا نظر لري) بلکې مشکلات به مو حل شي. روزي هر ځای الله جل جلاله ورکوي، لکه چې الله ج وايي: ژباړه: او په زمکه کې هیڅ داسې ساکښ نشته، چې روزي یې د الله جل جلاله په ذمه نه وي. (سورة هود:۶ آیت)
+ای کریمی از خزانه غیب تو ګبر و ترسا وظیفه خور داری*
+دوستان کې کنی محروم تو کی با دشمنان نظر داری*

لیکنه: ساجد الله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *