لیکنېمقالی اوتبصرې

ځینې ادعاوو ته مناسب ځوابونه

نن سبا داسې یو وخت راغلی، چې د غیبت ناوړه عمل څخه ځان ساتل یقیناً د ولایت او کرامت نښه ده. د الله له رحم او کرم پرته له دې بد عمل (غیبت) څخه ځان ساتل ناشونی دی. د دوه کسانو له یو ځای کېدو سره سم د یو مسلمان غیبت شروع شي، سره له دې چې غیبت له کبیره ګناهونو څخه دی؛ خو بيا هم موږ مسلمانانو ته د دغه عمل ترسره کول ګناه نه ښکاري.کله چې یو مسلمان ورور ته ووایې، ولې د خپل مسلمان ورور غیبت کوې، خبر نه یې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (غیبت کول د خپل مړه ورور غوښې خوړل دي، ایا تاسو خوښوئ چې د خپل مړه ورور غوښې وخورئ).
نو په ځواب کې به درته ووايي، چې زه خو یې غیبت نه کوم، همدا عمل په کې شته، له ځانه خو خبرې ورپسې نه کوم. همدا چې په یو چا کې یو عیب یا بد عمل وي او ته هغه بل چا ته بیانوې همدا غیبت دی او که هغه عمل یا عیب په هغه کس کې نه وي، نو دا خو تهمت شو، چې له غیبت څخه هم لویه ګناه ده او د اسلامي نظام له خوا ورته سزا ورکول کېږي.
راځئ! چې له دې بد او ناوړه عمل څخه ځان او نور ملګري وساتو. کله چې یو ملګري درته غیبت شروع کړ، نو ورته ووایاست، چې وروره دا غیبت دی او غیبت کول کبیره ګناه ده، که يو څوک د چا غيبت وکړي، له توبې او د بښنې له غوښتلو پرته نه بښل کېږي.
د غیبت اړوند څو خبرې، چې زما ډېرې خوښې شوې او د الله ولیانو مناسب ځواب ور کړی دی، غواړم له تاسو سره یې هم شریکې کړم، هغه دا چې، خالد بن ولید(رضی الله تعالی عنه) ته یو کس وویل، چې فلاني دې غیبت کاوه.
هغه مبارک ورته وفرمایل: عمل نامه یې خپله ده، د ګناه څخه یې په خپله ډکوي.
وهب بن منبه (رحمه الله تعالی علیه) ته چا وویل، چې فلاني درپسې بد رد ویل.
هغه ورته وفرمایل: شیطان د خپل پیغام را رسولو لپاره بې له تا نه، بل څوک پیدا نه کړ، چې تا راته دا خبره را ورسوله.
حسن بصري (رحمه الله تعالی علیه) ته چا وویل، چې فلاني درپسې بدې خبرې وکړې.
هغه مبارک ورته وفرمایل: هغه کس غشی را خوشې کړ، تر ما را ونه رسېد؛ خو تا را پسې کور ته راووړ.
امام شافعي (رحمه الله تعالی علیه) ته چا وویل، چې فلانکي درپسې بدې خبرې وکړې.
هغه مبارک ورته وفرمایل: که ته رښتیا وایې؛ ستا مشکل دا دی، چې ته چغل خور یې یعنې دوه کسان په جنګ اچوې او که دورغ وایې، نو فاسق یې.

منیرفاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *