مقالی اوتبصرې

څنګه له نظام او مسوولينو سره مرسته کولى شو !؟

لکه څرنګه چې الله جل جلاله د نړۍ د نظام د چلولو نيابت و خپلو بندګانو ته سپارلى، نو طبعا بندګان په بندګي هڅې او کوښښ باندې مکلف دي، له دې نه ها خوا بيا په چارو کې يو له بل سره مدد ثابت او حق دى ، له همدې کبله د اشغال د خاتمې د ښاغلو او ميړنيو سپاهيانو سره په مبارزه کې مرسته زمونږ ديني او ملي وجيبه جوړيږي چې بايد په پوره معنا د دې راغلي اسلامي نظام مرستنديان شو ـ
په دې خو اوس هر څوک ښه پوهيږي چې اوس نړۍ د افغانستان په اړه له داسې سياست څخه کار اخلي چې د افغانستان حقه حقوق د مغرورو غليمانو په منګولو کې بې له سره نوشته پراته دي ، دوى او سازمانونه يې بيا د افغانستان په باب له بهانو نه تيريږي ، کله هم يوه بهانه د ابزار په توګه کاروي اوکله هم بله ، نو هيوادوالو مونږ او تاسو ته پکار ده او دا زمونږ وجيبه ده چې
د نړيوالو هغه غلط تبليغات چې د خپلو ګټو لپاره يې بيا بيا د نظام په خلاف زمزمه کوي هيڅ وبولو او بيخي غوږونه پرې کاڼه واچوو، ترڅو مو د شيطان د ملګرو پلانونه په بشپړ ډول خنثا کړي وي،
او د هغو شريرو او فتنه اچونکو ډلو او اشخاصو د تبليغاتو ښکار نشو چې هغوى د دې الهي نعمت چې اسلامي نظام دى مخالفت او کفران کوي.
د هغو د ناوړه او غلطو تبليغاتو د ترويج او نشر دنده خپله نکړو بلکه برعکس يې بايد مبارزې ته ملا وتړو.
ځينې هېودوال بيا د هغوى له فعاليت څخه په ډار او بېره کې وي نو هغوي بايد په دې پوه شي چې هيواد يې اوس بې څوک نه دی هغه اوس غښتلى ځواک او ځانګړې اردو لري چې د فتنګرو فلانونه به په نطفه کې خنثی کوي او شنډ وي به يې ان شاء الله ، بايد پوه شو چې دلته د نورو پردېو کړې و فعاليت ازمويل شوى او نتيجه يې نه ده ورکړې او نور به هم نتيجه ورنکړي ان شاء الله.
هيوادوال بايد د خپل راغلي شرعي ملي او اسلامي نظام پوره حمايت وکړي او اوږه په اوږه ورسره ودريږي.
هيوادوال بايد د حمايت سره سره د الله جل جلاله ځانګړى شکر اداء ځکه چې دې نظام کې له هر نظام څخه ډېر د دوى عزت خوندي دى.
کارپوهان ، اداري فعالان ، ټولنپوهان، ليکوالان ، شاعران ، سياست پوهان، طبيبان ، استادان، زدکړېالان ، ځوانان او هر هغه څوک چې د کوم هنر سره مينه لري بايد په پوره اخلاص او متانت سره خپل مسلک ته وده او پراختيا ورکړي ، ترڅو مو هېواد او نظام ته په پوره پېمانه خدمت کړي وي او خپل مسٶليت مو اداء کړى وي.
د شکر سره سره مو د نظام د بقاء او د مشرانو د ساتنې لپاره په دعا باندې مونږ ټول وطنوا ل مکلف يو ، يوازې د جمعې د خطبې په دعا باندي بسنه ونکړو بلکه تل يې په نيکو دعاګانو کې ياد کړو.
د کوم مسول عيب د رسنيو له لارې مه رسنيزوٸ ، د سمون لاره يې دا نه ده ځکه دا نور مشکل زېږوي.
د نظام د اصلاح لپاره وخت په وخت د امر بالمعروف ،نهي عن المنکر او د شکاياتو اوريدلو وزارت له ارګان سره اړوند شکايات ، ځانګړي اندونه او نيکې مشورې شريکي کړٸ.
د کومې ناوړه پيښې سره د مخامخ کېدلو سره سم د اړوند مربوط ارګان سره اړيکه ټينګوٸ.
هېره دي نه وي چې زمونږ لږ مرسته به د نظام د قيام سبب او وسيله شٸ.
په ياده دې وي چې د نظام پرمختګونه او لاسته راوړنې د تېر کال په بهير کې بې ساري دي او په راتلونکي کې د لاښه پرمختګونو په تمه يو ـ
د تېر کال لاسته راوړنې:
د سر تاسري امنيت تامين
د عمومي عفوې تعميل
د بهرنيو هيوادونو سره نيک تعامل
د سيلانيانو په پراخ کچه په ټول هيواد کې ګرځيدل
د تير نظام د ځينو لوړپوړو چارواکو بيرته له خارجه و خپل عادي ژوند ته راستنېدل
په انکشافي پروژو کې زياتوالی راوستل
د هېواد په بيا رغونه کې کوټلي ګامونه اخيستل
سيلاب او نورو پيښو ته بشپړه رسيدګي کول
د اقتصاد پراختيا اومعياري کول
د سوالګرو راټولول
د اوږدو لارو د سړکونو جوړول
د سالنګونو رغول
د قوشتپې د لومړى فاز تکميلول
د ګوانتانامو نه د پاتې بنديانو راخلاصول
د نشي توکو پر وړاندې مبارزه کول
د رسنيو په بشپړه توګه او پراخ فعاليت کول
د الهې احکامو(حدودو او قصاص) نفاذ راوستل
د راستېندونکو مهاجرينو ښه او غوره مديريت کول
د سرحداتو پوره کنټرولول
د بغاوتګرو او فتنه اچونکو درګرده ختمول
د چکډيمونو رغول
د اداري فساد ورکول
د تيري ادارې د پاتې برقونو د بيلونو د پورونو اداء کول
د افغانۍ د ارزښت هڅې کول
د څلور لارو او ميدان هوایي نومان د اشخاصو د نومان له بدلون وروسته په خپل پخواني اصلي نوم نومول
د واخان لاره د چين هيواد سره نښلول
او داسې نورـــ

محمدعلي ترابي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button