افغانستان

چین له سېلاب ځپلو سره سل زره ډالره مرسته کړې

د چين سفارت مرستيال باو زوهاى د ياد هېواد په استازولۍ د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال ملا نورالدين ترابي ته د وروستيو سېلاب ځپلو د لاسنيوي په موخه سل زره امريکايي ډالر سپارلي دي.

د يادې مرستې د سپارلو پر مهال د افغاني سرې مياشتې مرستيال ملا نورالدین ترابي وويل: وروستيو سېلابونو په ټول هېواد کې خلکو ته په لوړه کچه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. د ښاغلي ترابي په قول، سېلابونو په هلمند، ارزګان او کندهار ولايتونو کې ٢٣ زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده. ملا ترابي له چین څخه مننه وکړه چې په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو لاسنیوی کوي.

مرستیال سفير په خپلو خبرو کې وویل: چين هوډ لري تر څو په هره برخه کې د افغانانو لاسنيوى وکړي او هیله يې وښوده چې راتلونکې کې به هم  د سوري زړه ناروغانو د درملنې لپاره مرستې ترسره کړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *