نړۍ
چین کې د لویې لارې د نړېدو پېښه کې ۲۴ تنه وژل شوي
د چین په سویل، ګوانګ دونګ ولایت کې له یو غره سره نږدې د لویې لارې د نړېدو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.دغې پېښه کې ۱۸ موټر یو په بل پسې له لویې لارې اوښتي او لاندې غورځېدلي دي. د چینایي چارواکو په خبره ښایي د مړو شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
سیمه ییزو مسولینو رسنیو ته ویلي، چې نړېدلې لاره ښایي د وروستیو سختو اورښتونو له امله وروسته شوې وي، چې د چهارشنبې په شپه یې کسر وکړ. پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو سېلابونو د چین په بېلابېلو سیمو کې سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.