کندهار کې ۷۰ ټُنه تر وخت تېر او بېکیفیته خوراکي او غیري خوراکي توکي وسوځول سول
شریعت: د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د جوړ سوي کمېسیون له لوري د تېرو شپږو میاشتو راهیسي راټول سوي تر وخت تېر او بېکیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي د چهارشنبې په ورځ د میانکو په سیمه کي وسوځول سول، چي پرمهال یې د کندهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس قاري حمدالله یعقوب، د صنعایو او معدنونو خوني رئیس سیدسرور آغا اماني او د صنعتي پارک آمر مفتي علي هم حضور درلود.

د صنعتي پارک آمر وویل، کندهار کي تر وخت تېر او د بېکیفیته توکو د راټولولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ د لسو ادارو څخه یو کمېسیون جوړ سوی، چي دې کمېسیون ته دنده سپارل سوې، ترڅو په اونۍ کي دوه ځله د ښار له بېلابیلو دوکانونو او ګودامونو څخه تر وخت تېر او بېکیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول کړي، چي په خبره یې د یادي سلسلې په لړي کي یې داځلي ۷۰ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي د کندهار ښار د بېلابیلو پلورنځیو او ګودامونو څخه راټول کړي او پرون یې د محکمې د یو امر په اساس وسوځول شول.
د کندهار د صنایعو او معدنونو خوني رئيس سید سرور آغا اماني لومړی د یاد کمېسیون څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د هیوادوالو د روغ صحت او اقتصاد پیاوړتیا په موخه یې داسي مهم ګام اخیستی او په خپلو خبرو کي یې وویل، باید کندهار کې د بېکیفیته توکو د معلومولو او تجزیې لابراتوار فعال کړل سي، ترڅو بیا خلګ هیواد ته بېکیفیته توکي راوارد نه کړي.
سیدسرور آغا اماني د خپلو خبرو په دوام د هیواد له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو هیواد ته بېکیفیته توکي راورد نه کړي؛ ځکه بېکیفیته توکي زموږ هیوادوالو لپاره د صحت او اقتصاد دواړو لپاره تاون لري.