سرمقالې

یوازې عدالت د نظام بقاء تضمینولی شي !

موږ ته لازمه ده چې خپل ځان وپېژنو، د خپل وخت زماني او مکاني واقعیتونه درک کړو او د راپېښو ستونزو پر حل ښه غور او کره څېړنه وکړو.دا چې تر ډېره بریده خو اکثره افغانانو سره دا فکر او اندېښنه شته، چې په څه ډول به یې هېواد کې امنیت او ټيکاو تلپاتې، نظام مستحکم، هېواد خپلواک، بسیا او خوندي پاتې شي، نو ځکه ضروري ده چې تر هر څه ړومبی خپل ځان او خپله وړتیا او نیمګړتیا هم وپېژندل شي. که په دې هکله غور وشي او د نیمګړتیاوو په رغولو کې پر هڅه هاند لاس پورې شي، نو هېڅ شک نشته چې غوره نتایج تر لاسه کولی شو. البته؛ د ملتونو عروج او زوال زیاتره د هغوی په عمومي پوهې، هوښیارۍ، ثقافت او وطن دوستۍ پورې تړلي چې طبعاً رعیت او حکومت دواړه په کې راځي، خو څرنګه چې د وروسته پاتې ملتونو واکمن عموماً زورواکي او جابران وي، بناءً د مسؤلیت زیاتره برخه هم د دوی پر غاړه ور پرېوځي. ځکه همدوی د هېواد پر شتمنیو او وسایلو واکمن وي،نو که چېرې حاکمان یاد وسایل او امکانات په ښه توګه د خلکو د سوکالۍ په موخه وکاروي، عدالت خپله تګلاره وګرځوي او له ځان پالنې، درغلۍ او ظلمه ځان وساتي، یقیناً چې هم به د څښتن تعالی مرسته او توفیق ورسره وي، هم به رعیت خوښ او هم به هېواد کې نظام مستحکم او ثبات یقیني وي. مطلب دا چې همدا عدالت یوازنی هغه خصلت دی، چې د یو ملت لپاره دا ټولې ګټې تضمینولی شي. موږ ټول باید په دې وپوهېږو، چې د نن زمانې له وګړو د هېچا اعمال پټ نه شي پاتې کېدی، دا وخت د هر کس په جیب کې د ګردې نړۍ اړیکې او معلومات پراته دي، نو که عوامو ته څرګنده شي چې حاکمان یې واقعاً عدالت ته ژمن خلکو سره رښتیني او بیت المال ته د یو ډېر درانه امانت په سترګه ګوري، نو طبیعي ده،چې د خلکو غوڅ اکثریت او ټول مخور اشخاص به یې په کلکه ننګه کوي. مقصد دا چې د حکومت له کرداره د خلکو د ډاډ او باور کچه بېرته خپله د دوی تر عدالت، اخلاص او مالي شفافیت پورې تړلې ده، نو که خدای مه کړه، خلکو ته په ډاګه د حاکمانو خیانت، ظلم او ځان پالنه ور معلومه شوه، نو پرته له شکه چې د ملت اکثریت به مخ ترې اړوي، څښتن تعالی به نا خوښه او دا ډول حاکمان به اخر پای،له خپلو ولسونو سره په جګړه او یوازنی محسوس فعالیت به یې د خپل واک ساتنه او د خپلو شخصي ګټو خوندي کول وي.
لنډه دا چې عدالت که څه هم ګڼ اړخیزې معناوې لري، خو ډېره مهمه پکې دا ده، چې حاکمان له خپل رعیته را غونډ شوي بیت المال کې له خیانته ځان وساتي، خپل ځان پرې سوکاله او د رعیت د مشکلاتو غم ونه کړي او بل دا چې د خپلوانو، انډیوالانو او غوړه مالانو تر اغېز لاندې رانه شي،ځکه همدغه د ځاني ګټو د پالنې احساس دی، چې هم په بیت المال کې د خیانت لامل ګرځي، هم پر نورو د ظلم علت کېدی شي او هم د رشوت، غلاګانو، او لاس لاندې وګړو، سره د ظلم او جبر باعث ګرځي.
پر دې اساس ویلی شو چې که څوک د اسلام پالنې او جهادي ارمانو د تر سره کولو او په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګولو رښتینی ارمانجن وي، نو دا کار پرته له عدالت او مالي شفافیته هېڅ امکان نه لري، ټولو ته یې د توفیق غوښتونکي یو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button