افغانستان

۱۰۰ زره راستانه شوي هېوادوال خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې له تورخم او سپین بولدک څخه، شاوخوا ۱۰۰ زره راستانه شوي هېوادوال په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د ټرانسپورټ کمېټې لخوا تر پرون پورې، ۹۴ زره او ۴۵ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ کمېټې له لوري، پرون ۳۷۰ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه کابل، کندهار، ننګرهار، کونړ، لغمان او د هېواد نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button