بې اجله هېڅ زنده پۀ ضرر نۀ مري
د فلک شمع پۀ باد د سحر نۀ مري
موافق د مخالف لکه آفتاب یم
چې شعله مې د چشمې پۀ اثر نۀ مري
پۀ توندۍ کوه علاج د سرکشانو
د آتش لمبه پۀ آب د ګوهر نۀ مري
تناول د سم عادت که مرد هاله یې
مګس هم پۀ لوزینه د شکر نۀ مري
کۀ ونۀ که سرکشي زما آهونه
پۀ آسمان کښې به چراغ د اختر نۀ مري
زندګي یې وي شېدا ! تر مرګ بدتره
خسروان چې پۀ خپل تخت و افسر نۀ مري
کاظم خان شېدا