بېلابېلې لیکنېلیکنې

آیا فولکلور د علم مور ګڼل کېدای شي؟

انسانانو زرګونه کاله وړاندې د خاورینې کرې پر مخ ګام اېښی او په دې اوږده سفر کې يې ډېرې سړې تودې تېرې کړې دي، لومړني انسانان به له یو بل نه په داسې جغرافیاوو کې اوسېدل،چې یوې بلې ته به یې لارې نه وې سورۍ شوې او د هرې سیمې اوسېدونکو به ځانګړی دودیز کلتور درلود! کله چې موږ پوښتو آیا فولکلور په رښتیا هم د علم مور ګڼل کېدای شي؟ ځواب مثبت دی ځکه فولکلور یو روایت دي،چې د اساطیري زمانو د انسانانو کړه وړه یې له اوسنیو زمانو سره د افسانوي داستانونو او روایتي ادب په مرغلین تار نښلولې دي یا په بل عبارت د پخوانۍ زمانې فولکلور ته د اوسنۍ زمانې له ادب سره د نسبتي پیوند پر بنسټ تړاو ورکړل شوی ، که څه هم د پخوانۍ زمانې ادبیات هغه چې زموږ تر زمانې په مختلفو کتبي او شفاهي روایاتو را رسېدلي اکثره یې افسانوي بڼه لري،خو بیا هم په کې نغښتي حقیقتونه د ژورې څېړنې او مطالعې له مخې را برسېره کېدای شي او په نتیجه کې فولکور د علم مور ثابتېدای شي.
که په موضوع یو څه نور هم را تم شو،بېرته يې له سره پیلوو،مانا داچې کله بشر د ځمکې پرمخ ګام کېښود،نو د طبیعت د مظاهرو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشو او له خپل تفکر سره سمې څېړنې په کې وکړي څو یوه مثبته نتیجه په لاس را وړي خو داچې د بشرذهن د ژوندانه په لومړیو مرحلوکې دومره وده نه وه کړې،نو په بشپړ ډول یې ونشوای کړای چې طبیعت مهار او د هغه ټول اسرارکشف کړي، ورو، ورو یې پر له پسې پرمختګ وکړ،چې د همدغه پرمختګ په ترڅ کې یې د ادب په برخه کې هم د فولکلوریکو روایاتو په مرسته خپلې څېړنې او ګرویږنې د بلوغ سرحد ته ورسولې که چېرې د فولکلور او پخوانیو اساطیرو بېلا بېلې برخې او ډولونه تر ژورې کتنې او څېړنې لاندې ونیسو،نوپه ښکاره به ووینو چې اساطیر او روایات د لومړنیو توکمنو یوه قدنما هېنداره ده او د دوی فلسفي نظریات د فکر،طرز او نورخصوصیات په واضح توګه په کې لیدلای شو،خو له دغه حقیقته هم سترګې نشو پټولای،چې د فولکلور زیاته برخه افسانې تشکیلوي،چې د یوې ټولنې ادبي او ټولنیز اړخونه ښه په کې تمثيلدای شي، نو همدا وجه ده،چې د تاریخ په اوږدو کې د بشربېلا بېلو ډلو ټپلو د خپل ژوند او وخت له شرایطو سره سم د افسانو او روایاتو په جوړولو سره لاس پورې کړی او له دوی را پاتې روایات او افسانې دي چې اوس د دوی د فکرطرز، عقاید او نور خصوصیات موږ ته ښکاره کوي.
په هرصورت فولکلور د علم مور د هغه مظبوط پل حیثیت لري،چې موږ یې د افسانو او حقیقي روایاتو ترمنځ د حقیقت په لورپورې ایستلي یو او په ښه توګه یې د افسانو او واقیعتونو له یو بل څخه په تفکیک پوه کړي یو. د یوې بلې خبرې یادول هم اړین دي،چې فولکلور نه یوازې په افغانستان،بلکې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو ادبیات زېږنده او د هغه پربنا له یوه نسل نه بل ته او له بل نه بل ته په میراث پاتې شوي،دا هم څرګنده ده چې د نړۍ د ټولو ملتونو فولکلور که څه هم په بېلا بېلو او مختلفو خصایصو سره بیل دي، بیا هم په عمومي توګه ډېرشباهتونه لري او له ورايه ښکاري چې فولکلور هم له یوځای نه بل او له بل نه بل ځای ته تللی او د خلکو او ولسونو ترمنځ یې فولکلوریکې اړیکې ټینګې کړې دي.
په علمي اوڅړنیزو مطالعاتو کې دا څرګنده شوې،چې فولکلور او تمدن له یوبل سره اړخ نه لګوي،ځکه کومه ټولنه چې پرمخ تللې ده هغه ټولنې فولکلور له منځه تللی او خپل ځای یې تمدن ته پرېښی وي اوکومه ټولنه کې چې مدنیت اغېزنه وي کړی او وروسته پاتې وي هلته فولکلورله اساطیري روایاتو سره تر اوسه ژوندی پاتې دی،خو دا په دې مانا نه ده چې خدای مکړه فولکلور د منځنیو پېړیو د یو اړخیز رواجونو زېږنده ده. داسې هم نه ده یوازې په فولکلورکې هم د نه منلو افسانوي مسایلو ته اشاره شوې وي چې لوړ پند او عبرت په کې نغښتی وي خیر که یې د نن زمانې تمدن نه مني او له بله اړخه په فولکلورکې داسې مثبت روایات هم شته چې یوې ټولنې ادبي تاریخ تربل هرڅه ښه په کې رو ښانه اوڅرګند وي زموږ آریایي تاریخ چې موږ پرې د خپل هېواد د لرغونتوب استناد کوو اکثره د همدغه روایاتو پربنا ولاړ دی او دا روایتونه که ټول افسانې وبولو،نو دامعلومات بیا له کومه شول او چا جوړکړل چې د آریانانو د ژوند ټول اړخونه یې روښانه کړي،ځکه د پخوانیو ادبي تحقیقاتو او اوسنیو تخلیقاتو ترمنځ د ادب بډاینې ته هڅه کېږي،نو له ناچارې څخه د ادب لرغونتوب ته هم مراجعه کېږي او کله چې هغه ته مراجعه وشوه،نو د هغه مراندې د بشري ژوند له ډېرو لومړنیو مراحلو څخه بیا تر نن پورې په فولکلوریکو تنابونو پورې کلکې تړلې او سریښ پاتې شوی او یو ځل بیا په خپله دغه خبره ټینګار کوو چې د اوسني او پخواني ادب ترمنځ فولکوریک روایات د یوه عبوري پله بڼه لري.

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *