بېلابېلې لیکنېلیکنې

ویټامین ډي

ویټامین ډي چې په شحمو کې د منحلو ویټامینونو له جملې څخه دی. یو له هغو ویټامینونو دی، چې توازن / لېول ته یې باید پوره پاملرنه وشي. دا چې نوموړی ویټامین په طبیعي توګه له خوړو او د لمر له وړانګو څخه په لاس راځي. نو باید همزمان خپل ورځنی غذايي رژیم مو په ډي ویټامین غني خوړو باندې مشتمل واوسي او هم کافي د لمر وړانګې واخلو. د لمر له وړانګو نه ډي ویټامین د انسان د بدن د پوستکي په ذریعه ترلاسه او بیا د ځګر او پښتورګو په مرسته په فعالو میټابولیټونو بدلیږي یعنې د وجود د استفادې وړ ګرځي. نو بناً له خوړو پرته له دا بلې طبیعي لارې نه د ډي ویټامین د ترلاسه کولو لپاره باید د پوستکي، ځګر او پښتورګو د روغتیا خیال وساتو تر څو مجبوره نشو چې له درملتونونو نه د ډي ویټامین مستحضرات وپېرو یا یې هم ډاکټران راته توصیه کړي.
په اول قدم کې د دغه مهم ویټامین د توازن د برقرار ساتلو یا په بله اصطلاح د کافي کچې ترلاسه کولو اسانه لار د لمر وړانګې دي، چې په ورځ کې ۵ دقیقې لمر هم بسنه کوي. خو د لمر ماورا بنفش یا الټرا وایلټ وړانګو کچې یا (UV index) نه هم باید باخبر واوسو. د دغو وړانګو په اړه د ځېرمن موبایلونو د هوا وړاندوینې اپلیکېشنونه وخت په وخت اپډیټ (تازه مالومات) ورکوي چې هغه خطرناکه کچه (له 7 تر لسو درجو خطرناکه او 11 درجې ډېره خطري) یې زیاتره غرمه (له 11 تر 2 بجو) مهال وي نو باید په دغه وخت کې لمر ته له ډېرو مخ کېدو نه ځانونه وساتو.
او بل د ډي ویټامین د طبیعي ترلاسه کولو مهمې سرچینې زیاتره نباتي خواړه دي لکه: ځیګر، د هګۍ ژېړ، شیدې، کوچ، پنیر، پېروی او د ماهي د ځيګر تېل چې دا وروستي یې د دغه ویټامین تر ټولو بډایه سرچینه ده.
د تغذیې ځينې نړیوال ژورنالونه ویټامین ډي ته د بدن اړتیا، په شیدو رودونکو او نورو کوچنیانو کې ۱۰ مایکرو ګرامه (400 IU)، په امېدوارو او شېدو ورکوونکو ميندو کې 15+ مايکروګرامه يا IU 600 او په نورو لويانو کې تر اويا کلنۍ 15 مايکروګرامه خو تر هغې په ور پورته عمر کې 800 IU يا 20 مايکروګرامه ښيي نو دغه کچه تقریباً د لمر له وړانګو او له پورته یادو شویو خوړو څخه پوره کېدای
شي.

ډاکټر زاهد نایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *