بېلابېلې لیکنېلیکنې

د شهيد شيخ القرآن والحدیث خليفه محمد عمر جان آخندزاده تقبله الله ژوند ليک

 

مولوي فضل المنان سعيد

شهید سعید شیخ الحدیث و التفسیر خلیفه محمد عمر جان اخندزاده صاحب تقبله الله د هېواد له هغو ګوته په شمېر علماوو څخه يوو،چې دا ملت یې په ډېره مېړانه، متانت او جرأت سره د علم، عرفان او له طاغوت سره مبارزې ته رهبري کړ او په دې لار کې د وخت هېڅ ډول حوادثو او کږلېچونو له خپل مسیره کوږ نه کړ او نه د حالاتو هېڅ راز جبر ته تسلیم شو او په داسې حالت کې د دې ملت لپاره د هدایت او پوهې مشال و چې دا ملت د نړیوال استبکاري طاغوت له فزیکي، سیاسي او فکري یرغل سره مخ و. شهید شیخ صاحب که له یوه اړخه د تدریس له لارې مسلمانانو ته دیني علم ورساوه، د روحاني حلقو په وسیله یې د هغوی پر تقوی، دیانت او اخلاص کار وکړ، همدا راز بل اړخ ته یې د ټولنیزو غونډو، ویناوو او سیمینارونو په مټ يې هغوی ته د ایثار، جرأت او قربانۍ درسونه ورکړل او د هېواد د ازادۍ او شریعت د نفاذ په سپېڅلې وظیفه کې یې له هېڅ ډول قربانۍ څخه دریغ ونه کړ او په همدې مقدسه لار کې یې خپلې پاکې وینې او معصومه اروا خپل خالق ته وسپارله.

زوکړه او زدکړې:

د شهید شیخ صاحب نوم محمدعمر و، دا چې شیخ صاحب مرحوم له وړکتوبه ډېر صالح او معصوم انسان و مور یې له نازه محمد عمر جان باله.  د استاذ کل مرحوم علامه عنایت الله صاحب مشهور په غبرګي اخنذاده صاحب مشر زوی او د مرحوم حضرت مولانا عبدالرزاق صاحب لمسی په کال ۱۳۴۴ ھ ش کې د خپل پلرني ټاټوبي زابل د شاجوۍ ولسوالۍ په غبرګي کلي کې په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې يې نړۍ ته سترګې وغړولې.دا چې د شیخ صاحب کورنۍ له پېړیو راهیسې له دیندارۍ، علم، جهاد او تدریس سره تړلې پاتې شوې، نو لومړنۍ زدکړې یې په خپل کور کې د حضرت والد صاحب له شاګردانو څخه پیل کړې خو کله چې د ثور کرغېړن او منحوس انقلاب وشو او پر افغانستان د کمونسټانو واکمني پیل شوه، دیني مدارس او مرکزونه تعطیل شول، شیخ صاحب له خپل مرحوم والد صاحب څخه درسونه پیل کړل، ترڅو چې په کال (۱۴۰۴ھ ق(مطابق (۱۳۶۲ ھ ش) کې پاکستان ته په هجرت کولو اړ شو. تر دې وروسته يې د هجرت په دیار کې په بېلابېلو مدارسو کې د مروجه فنونو د زده کړو لړۍ پر خپل والد صاحب پای ته ورسوله،چې بالاخره يې په (۱۴۱۱ هـ ق) مطابق (۱۳۶۹ هـ ش)  کې یې له دورة الحدیث څخه د فراغت ویاړ تر لاسه کړ.

درس او تدریس: شهید شېخ صاحب تقبله الله له درس او تدریس سره بې کچې مینه درلوده، بې ساری اخلاص يې ورته درلود او ځانګړې پاملرنه يې ورته کوله. د همدې اخلاص او ځانګړې وړتيا پايله وه،چې په ډېر کم عمر یې بیخي ډېر رزیده او برګزیده اشخاص وروزل، علم یې دومره عام المنفعه شو چې د افغانستان په هر ولایت، ولسوالۍ او کلي کې یې شاګردان درلودل او تر ډېره حده ټول په ښه خدمت مصروف دي.شهید شیخ صاحب له فراغت وروسته متصل د درس او تدریس په مقدس خدمت بوخت شو. شیخ صاحب تدریس ته د یو عبادت په شکل کتل. له همدې وجې يې په لویو او کوچنیو کتابونو، ډېرو او لږو طالبانو هېڅ باک نه کاوه، په لومړي سر کې یې په وړو-وړو مدرسو کې د وړو-وړو کتابونو درس په ډېره مینه او اخلاص شروع کړ، ان تر دې چې له کوره لرې به له طالبانو سره مدرسه کې اوسېده، زیات مسکنتونه، غربت او مسافرۍ یې وګاللې،خو له فراغته تر شهادته یې په تدریس کې هېڅ ناغه ونه کړه. دا چې شیخ صاحب پر کتابونو ډېر برلاسی، د ښه فصاحت څښتن او د زیات اخلاص خاوند و په ډېر لږ وخت کې یې شهرت وموند او د سیمې تر ټولو ذکي او تکړه طالبانو د شیخ صاحب تدریسي حلقې ته رُخ شول او د علاقې د لویو او سترو جامعاتو د پاملرنې مرکز شو.جامعه دار العلوم هاشمیه (عبدالخالق اغا مدرسه) هغه مهال د سیمې تر ټولو لویه او ستره جامعه بلل کېده. شیخ صاحب په دې مدرسه کې د یو مشر استاد په توګه مقرر شو او دوولس کاله یې هلته زرګونه طالبان وروزل.

تفسیر قرآن:

حضرت شیخ صاحب هېڅ فرصت له لاسه نه ورکاوه کله چې به د فنونو له تدریس څخه فارغ شو نو په رخصتیو کې به یې د قران کریم د تفسیر دوره پيلوله تقریباً پنځلس کلونه یې په پر له پسې توګه د قران کریم د تفسیر دوره وکړه.په تفسیر کې د شهید شیخ صاحب انداز ډیر عام فهمه او اسان و د تفسیري نکتو او باریکیو پر ځای به یې ډیره توجه د قرآن کریم اصلاحي  پیغام ته وه، له همدې امله د دیني زدکړو د طالبانو تر څنګ عام مسلمانان هم ترې مستفید وو.

جامعه نور المدارس کې یې د تدریس لامل

دوره حدیث:

 جامعه نور المدارس ته له تللو سره سم حضرت شیخ صاحب هلته د حدیثو په خدمت مصروف شو، د دورة الحدیث (لویې دورې) ټول کتابونه یې یوازې د رسول او چې کله به له لویې دورې فارغ شو بیا به یې وړه دوره پيلوله. دا سلسله تقریباً تر لسو کلنو روانه وه.کله چې افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شو حضرت شیخ صاحب د حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې غوښتنه کندهار ته وبلل شو او هلته د کندهار په جهادي مدرسه کې (چېرته چې د اسلامي امارت په تېره دوره کې د شهيد شيخ صيب والد استاد پاتې شوی و) د حدیثو د استاد په توګه مقرر شو او د شهادت تر کاله یې د وړې او لویې دورې زرګونه طالبانو ته د سپېڅلي نبي پاک او رښتیني احادیث تدريسول.

د ټولنې د اصلاح هڅې:

شهید شیخ صاحب د طالبعلمانو او علماوو د اصلاح او اسلامي تربیې تر څنګ د عامو مسلمانانو اصلاح ته هم بشپړه پاملرنه وه. حضرت شیخ صاحب ته الله تعالی د وینا او خطابت عجیبه ملکه ورکړې وه، ډېره جراره روانه او اغېزمنه ژبه یې لرله، ډېر کله به یې د سیرت تر عنوان لاندې غونډې رابللې له هغه لارې به یې عام مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت، ټولنیز ژوند، اخلاقو او رویې سره اشنا کول. که به د کوم شهید ختم و له هر څومره لېرې ځایه یې ځان ورته رساوه او هلته به یې د شهید کورنۍ او پسماندګانو ته د تسلیت تر څنګ په عامو مسلمانانو کې د جهاد د روحیې ژوندۍ ساتلو لپاره ویناوې کولې. له دې سره-سره يې د جهاد په احکامو او د اسلامي امارت په پالیسي د نظامي مجاهدينو د پوهولو لپاره هغوی ته سیمنارونه جوړول او هغلته به یې دوی ته د امارت اسلامي د وسله والې مبارزې کړنلارې او د اسلام جګړییز اخلاق او اصول بیانول. د سیمینارونو د یو شمېر ګډونوالو قومندانانو په وینا: شهید شیخ صاحب به په سیمينار کې ټینګار  پر دې و: له هېوادوالو سره ډېر نرم او صمیمانه چلن وشي او د هغوی له بې ځایه ځورولو څخه ډډه وشي.د ولس د اصلاح هڅې يې يوازې تر همدې کچې محدودې نه وې. یو وخت د وخت وتلی عالم  شهید علامه ذاکري صاحب رحمه الله تعالی د حضرت شیخ صاحب میلمه و، مجلس کې حضرت شیخ صاحب شهید ذاکري صاحب ته یادونه وکړه چې موږ د عوامو د احساناتو پوروړي یو ځکه ټول دیني کارونه د دوی د مالي مرستې پر مټ تر سره کوو: مدارس، مساجد، خانقاوې، جهاد او … د دوی د مالي مرستې له برکته چلېږي، مګر همدې عوامو ته موږ تر ټولو اهمه او اساسي فریضه (لمونځ) لا نه دی ور زده کړی، د دې لپاره باید یو عملي کار پيل شي او د عملي کولو لپاره یې داسې طرحه ورته وړاندې کړه،چې هر امام دې په خپل جومات کې مقتدیانو ته لمنځونه پيل کړي. ذاکري صاحب رحمه الله تعالی دا وړاندیز ومانه او د دې کار لپاره یې طرز العمل جوړ کړ او په هر جومات کې یې لومړی تقریر کاوه او بیا به یې د کلي امام ته دنده سپارله چې کلیوالو ته به لمونځ او د هغه احکام ور زده کوي. دې کار ډېره ښه نتیجه ور کړه د ډېرو خلکو لمنځونه زده شول او اکثرو ځوانانو له لمانځه سره-سره د قرانکریم زدکړې ته هم مخه کړه.

شیخ شهید رحمه الله تعالی د تدریس، امامت، خطابت او دریو فقهي مجالسو کې له قیادت سره-سره یو بل دروند مسئولیت هم درلود چې د» کره کتنې کمیټې» عضویت و. د دې مسئولیت ارزښت او اهمیت له دې معلومېږي چې مشرتابه مقام حفظهم الله په ځان پسې مربوط کړی و او دی.لنډه دا چې حضرت شیخ شهید رحمه الله تعالی اسلامي امارت کې هغه اهم او درانده مسئولیتونه تر سره کړي،چې د اسلامي امارت د بریا لوی لاملونه ورته ویلای شو، یعنې په ټوله کې یې اسلامي امارت ته اتحاد ور بښلی دی.

شهادت:

حضرت شیخ صاحب چې څومره پر مسلمانانو مشفق او مهربانه و په هغومره اندازه د یرغلګرو کفارو او د هغوی د حوارینو په وړاندې سخت او متشدد و، ګوا د رحماء بینهم، اشداء علی الکفار په صفت کامل متصف و. حضرت شیخ صاحب لکه څنګه چې له کمونیستانو سره په عملي جهاد کې برخه درلوده همدا شان یې د کفري صلیبي لښکرو په وړاندې له اولې ورځې په قلم، ژبه او فکر دوامداره او اغېزمنه مبارزه وکړه. دا چې شهید شیخ صاحب ټول ژوند د الله د دین خدمت ته وقف کړی و د شیخ صاحب د ډېرو نیژدې ملګرو له قوله تل به یې په دعاوو کې مرګ هم د الله د دین په خاطر د شهادت په صورت کې غوښت. بالاخره کال ۱۴۰۳ هش د حمل میاشتې پر دېرشمه د دین او هېواد د دښمنانو له لوري په یو ناځوانمردانه برید کې په داسې حال کې په شهادت ورسېد چې ټوله برات میاشت روژه و، د رمضان المبارک په اخري عشره کې یې مسنون اعتکاف وکړ او د شهادت په ورځ یې هم د شوال روژه په خوله د جماعت د لمانځه له اداینې وروسته کور ته پر لار و. انا لله و انا الیه راجعون

خواخوږۍ او تاثرات: د حضرت شیخ صاحب شهادت د ټولو هیوادوالو لپاره یوه لویه غموونکې پېښه وه. ان د وخت امیر المؤمنین حفظه الله ډېر په غمګین او دردېدلی و، د امیرالمؤمنین حفظه الله د مجلس د یو تن ګډونوال په وینا: حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله د شیخ صاحب د شهادت په ورځ ډېر غمګین او افسرده ښکارېده. په ډېر حسرت او ارمان یې وویل چې شهید شیخ محمدعمرجان اخندزاده صاحب زموږ د اسلامي نظام او هېواد لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضائعه ده موږ ټول یې ډېر ودردولو د ځینو خاطرو له بیانولو وروسته یې دعاء وکړه چې الله تعالی دې شهادت قبول او په فردوس جنت ونازوي.

د سرحداتو او قبائلو چارو وزیر محترم نورالله نوري صاحب وویل چې:شهید شیخ محمدعمرجان اخندزاده صاحب تقبله الله یوازې د یوې ولسوالۍ او ولایت عالم نه و بلکې زموږ د ټول هېواد بلکې د سیمې په سطح عالم و. د نوموړي شهادت لویه فاجعه ده خو بل لور ته د افتخار ځای هم دی چې ټول عمر یې د الله تعالی د دین په خدمت کې تېر شو خپلې پاکې وینې یې هم په همدې لاره کې الله تعالی ته ډالۍ کړې.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي صاحب وویل چې:له مرحوم اخندزاده صاحب سره له ډېره وخته زموږ نیژدې تعلق پاتې شوی او هغوی ټول وخت زموږ دیني رهبري کړې، زموږ د کورنۍ په علمي تسلسل کې د دوی رول ډېر مهم و.  د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا منان عمري صاحب وویل چې:شهید شیخ صاحب له هغو ګوته په شمېر کسانو څخه وو چې په یو وخت کې هم نوموتی عالم و، هم سیاسي قاید و او هم قومي مشر او د سیمي نفوذي شخصیت و. شهادت یې ځکه لویه غمیزه ده چې موږ په یو وخت له درو-څلورو تشو سره مخ کوي.

تصانیف:

شهید شیخ صاحب له بیخي ډېرو بوختیاوو سره سره ځینې ناچاپ اثار هم لرل هغه لکه:

۱: فضل من الله شرح کندیا.

۲: احسن التحقیقات فی إثبات الکواکب تحت السموات.

۳: تحفة الأناث في مسائل الحیض والنفاس.

۴: قلة البضاعة فی مسائل الرضاعة.

۵: الحواشي علی مسلم الثبوت.

۶:البضاعة المزجات فی إصلاح التجارات.

د دې تر څنګ یې په پښتو ژبه:

۷: د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولنيز ژوند.

۸: تصوف د شریعت په رڼا کې .

۸: د اعتکاف احکام.

۹: د اولاد اسلامي تربیه.

او ځینې نورې رسالې او ناچاپ کتابونه هم لیکلي چې ډېر ژر به چاپ ته وسپارل شي ان شاءالله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button