ادبشعرونه

د اشرف خان هجري د شعر نوستالوژیک اړخ

تاج محمد -  دویمه او وروستۍ برخه

د خوشحال او اشرف موازنه

که زندان ویاړ وګڼو نو دا ویاړ تر هجري مخکې دده د پلار خوشحال خټک په نصیب شوی. خوشحال خان هم د مغولو په لمسه او د ترونو په بدرګه بندي شوی او همالته یې شاهکارې پنځونې کړي. فراقنامه یې له روه لیرې په رتنبور زندان کې لیکلې.

اقربا راته عقرب شول

راضي مند مې په تعب شول

دواړه ترونه مې نااهله

ابوجهل بولهب شول

زه یې بند کړم په مغلو

په خانۍ او په منصب شول

خیلخانه مې شوه په غرونو

پرې کارونه پیش عجب شول

نازپروره ځویه واړه

په فریاد او په شغب شول

چه یې نمر لیدلی نه وه

په ځنکلونو تشنه لب شو

(خټک،۱۹۸۳:۱۸)

په فراقنامه کې خوشحال خان د خپلې سیمې، خپلو خپلوانو،  زامنو او خپلې خیلخانې ذکر ډېر کړی او ساندې یې پسې کړي. حتی په ځینو شعرونو کې د روه د سیمې کاڼې بوټې، د ښکار ځای، د روه د هوسیو، د روه د مرغانو او د ښکار د یارانو یادونه هم کوي او په چیغو چیغو پسې ژاړي. په دې حساب خوشحال د پښتو شاعرۍ لومړی محبوس او نوستالژیک شاعر دی.

د اشرف هجري په شاعرۍ کې موږ متوجې کیږو چې دی له پلار سره په سیالۍ دی. دی که پلار شیر بولي نو ځان هم تر شیربچه کم نه ورته بریښي. ده پتیېلې وه چې یوازې دی د پلار د تورې او تخت مستحق دی. خوشحال په فارسي شاعري کړې او د اشرف هجري هم فارسي شاعري شته. خو زه د خپلې مطالعې او د هجري د دېوان تر لوستو وروسته ویلی شم چې هجري د اوسطې سطحې شاعر دی. دده شاعري هغه زور او صلابت نه لري لکه د خوشحال او یا د شیدا شاعري یې چې لري. د خوشحال د ژوند او هنر جاج اخیستونکې ډاکټره خدیجه بیګم هم په خپل کتاب کې راوړي:”اشرف هجري یو ښه شاعر باله شي ؛ خو دده شاعري د خپل پلار د شاعرۍ غوندې د تخیل هغه زور او رواني نه لري چې یو ښه شاعر ته ښایي. په ټولیزه توګه دده شاعري یو څه له تکلفه او پیچلتیا ډکه ده.”(فیروزالدین،۱۳۸۷:255)

همداراز د اشرف خان هجري پر دېوان پیش لفظ لیکونکی راج ولي شاه خټک لیکي:”یوه لویه خوبي یې دا هم وه چې د عظیم شاعر خوشحال خان خټک زوی وو.او شاید همدغه خوبي یې د شعر د نمر د تندر نیولو سبب شوی هم دی. د خوشحال خټک په عصر کې هیڅ یو شاعر ددې جوګه نه ښکارېدو چې ددغه ستر روښانه نمر په موجودګۍ کې ځلا وکړي.”(هجري،۲۰۱۱:3)

هجري په نارسیسېزم هم اخته ښکاري. د نوموړي شاعرانه تعلیو ته سړی ګوته په غاښ شي؛ خو شعر یې بیا هومره قوت نه لري.

زه حلال سحر بیشکه په اشعار کړم

ځکه هومره پخپل شعر افتخار کړم

په اشعار چې د فارسي سخنراني کړم

په لحد کې ارواح خوش د خاقاني کړم

د پښتو ژبې شاعر په دوران کوم دی

چې یې زه په دا هنر د ځان ثاني کړم

(هماغه اخځ:۳۷۸)

استاد هیوادمل یې په اړه لیکي:”هجري د خپل پلار ستر ننګیالی ـخوشحال خټک ـ په باب په خپلې ویلې له تصلفه ډکې غزلې کې ویلي:

که هر څو مې سیال د شعر لیده نشي

ولې زه طفل مکتب پدر استاد دی

له دې بیته په صراحت ښکاري چې هجري پر خپلې شاعرۍ د ویاړ او بل چاته د نه نظر لرلو ترڅنګ خپل پلار استاد او ځان د مکتب طفل بولي، مګر غرور اجازه نه ده ورکړې او په ورپسې بیت کې یې ویلي دي:

د لرۍ د برۍ کار نشته په میان کې

د بابا اشعار زما دا د بابا دی

په دې بیت کې اشرف خان خپله خبره کړې او دا یې ښوولي چې د دوی په منځ کې لروبر نشته دده “هجري” اشعار چې ښه دي دا یې د بابا او د بابا یې چې دده په عقیده لوړ نه دي دده دي”(هیوادمل، ۱۳۹۸:۲۹۷)

یو بله ګډه ځانګړنه چې پلار او زوی یې لري، هغه د زندان سختي لیدل دي. خو خوشحال په تور زندان کې هم باعزمه او له شوره ډک ښکاري؛ سپوڼ یې له خولې نه خیژي. خو اشرف هجري لکه په ژوند کې چې ناکام و، همدا حال یې زندان کې هم دی. دا منو چې سیاسي بندیان ښه ساتل کیږي؛ خو زندان زندان وي. د خوشحال په فراقنامه کې تر فراقه رندانه او واعظانه شاعري ډېره ده. ستر خوشحال په پوره معنا (سوپر مین) و. حتی ده دا مشهوره رندانه غزله هم رنتبور کې ویلې. هیڅ فکر نه کیږي چې یو بندي دې داسې شادوشامان وي.

په خوني هاتي سوره شوه می پرسته

زه هم مست هاتي هم مست دی دا هم مسته

نندارو لره یې راشئ نندارچیو

یوه لویه هنګاهه شوله پیوسته

چې یې ستا زلفینې کښیوتې په لاس کښې

لاس یې پریوزه که یې دی پریږدي له دسته

د خوشحال په ځان د ډېرو غشي لک دي

خو هم ده زده چې دی مري د چا له شسته)خټک،1983:28-29(

او یا یې دا شعر ولولئ:

ننګیالي د ننګ دپاره

په هر څه لګوي اور

سر په باد د سړي پریوځي

چه یې نه وي ژوندون نور

سر په دار لک شوی ښه دی

نه لک شوی په پیغور(پورتنی اخځ:۱۶)

خو برعکس د هجري په شاعري کې د بیا راپورته کېدو شیمه نه ښکاري او نه یې بیا ځلې تورې ته د لاس کېدو ګواښ کړی. خوشحال په یو شعر کې د اشرف په شمول ټول زامن نامرد بللي.

اشرف خان به یو پرهار په ځان وانخلي

نه دا نوره دده مور چې دي زوولي

پایله

د پایلې په ډول په زغرده وایو چې اشرف خان هجري تر هر شاعر ډېره نوستالژیکه شاعري کړې. نوموړي د روه(پښتونخوا) کاڼي، بوټې، غرونه رغونه ژړلي او پوره څوارلس کاله یې له دیدنه محروم و. همدغه له دیاره لیري والي د هجري شاعري له سوز او اهونو ډکه کړې.

بیا ځلې یې یادونه کوو چې تر هجري وړاندې خوشحال هم د زندان خواږه تراخه لیدلي اوڅکلي؛ خو د هغه حبسیه شاعري لږه او محدوده ده. نوستالژیک درد د ټولو انسانانو مشترک درد دی. دا طبیعي ده چې کډوال او جلاوطني په جلاوطنۍ کې د خپل وطن له یاد او خاطرو نه وي خلاص او یو ډول خوږ درد یي خوږوي. نوستالژي تېر هېر یاد ته وایي. په دې ډول شاعرۍ کې شاعران خپل تېر ته ځي او د هغو شېبو ارمان په اوس کې کوي. د اشرف خان هجري نږدې ټوله په زندان کې کړې، د زندان سختیو ځورولی او یوازیني دوست ((شعر)) ته یې پناه ور وړې. موږ د نوستالژیکې او یا د بدیعیانو په اصطلاح د حبسیه شاعرۍ ویاړ ده ته بښو او همدی د پښتو د نوستالژیک شعر استازی شاعر یادوو.

ماخذونه:

۱ـ جهاني، عبدالباري.(۱۳۹۶). د پښتو شعر هنداره. کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه.

۲ـ خټک، افضل خان خټک(۲۰۰۶). تاریخ مرصع. مقابله، تصحیح او نوټونه: دوست محمد کامل مومند. پېښور: یونیورسيټي بوک ایجنسي.

۳ـ خټک، خوشحال خټک.( ۱۹۸۳). فراقنامه. مقدمه، حاشیه او لټون: همیش خلیل.  پېښور: قامي مکتبه.

۴ـ ډارمسټټر، جیمز.(۱۳۵۶).د پښتونخوا د شعر هاروبهار. مهتمم: حبیب الله رفیع.کابل: پښتو ټولنه.

۵ـ شیدا، کاظم خان.(۱۳۳۱). د کاظم خان شیدا دېوان. مدون، مصحح او مقابله کوونکی: عبدالروف بېنوا. کابل: پښتو ټولنه.

۶ـ فیروزالدین، خدیجه بیګم.(۱۳۸۷) خوشال خان خټک ژوند او هنر. ژباړه: اجمل ښکلی. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۷- کرګر، اکبر. (۱۳۹۷). پښتو شعر او تېر ارمان. جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه.

۸- منګل، ګلاب.(۱۳۹۶). د پښتو حبسیه شاعري. کابل: اکسوس خپرندویه ټولنه.

۹- هجري، اشرف خان.(۲۰۰۱). د اشرف هجري دېوان. پېښور: پېښور یونیورسیټي.

۱۰- هیوادمل، زلمی.(۱۳۸۹). فرهنګیالی خوشحال(د مقالو ټولګه). کابل: دانش مطبعه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button