دینې لیکنېلیکنې

غـوره د خـلکو څــوک دی!؟

منیر فاروقي

نن ورځ هر څوک دا وایي، چې زما قوم، ژبه، رنګ، لباس او داسې نور له پلاني او پلانکي خیلو غوره دی، زموږ نېکونو داسې تورې کړي او پلانکي خیلو خو ټول عمر کې توره نه ده کړې، نو ځکه موږ غوره او بهتره یوو، خو الله جل جلاله ته هغه څوک غوره دی او هغه څوک په نورو برتري لري چې (ان اکرمکم عندالله اتقاکم) ژباړه: بې شکه په تاسو کې د الله په نزد غوره هغه څوک دی، چې تقواداره وي.

په یو صحیح حدیث کې راغلي، چې یوه ورځ حضرت ابوذر غفاري رضی الله تعالی عنه په څه خبره بلال حبشي رضی الله تعالی عنه ته غصه شو، ورته یې وفرمایل:

اې د تورې مور زویه! په دې خبره بلال رضی الله تعالی عنه سینه ډکه شوه، په ژړا شو او داسې وویل چې زه به دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوم.

کله یې چې د دوو جهانو سردار ته دا خبره وکړه، د هغه مبارک رنګ له غصې بدل شو او حضرت ابوذر ته یې وفرمایل: تا بلال ته د مور د رنګ پېغور ورکړی!

تا د هغه تحقیر کړی! تا کې تر اوسه د جاهلیت خوی موجود دی!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبرې سره د ابوذر رنګ والوت/بدل شو او ویې ویل:

یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته د بښنې دعا وکړه او بیا یې په ژړا د بلال رضی الله تعالی عنه د کور په لور منډه کړه، کله چې بلال رضی الله تعالی عنه ته ورسېده، خپل مخ یې پر ځمکه کېښوده او په ژړا کې یې ویل:

په الله جل جلاله سوګند/قسم کوم، چې خپل مخ به تر هغې له ځمکې پورته نه کړم؛ تر څو بلال رضی الله تعالی عنه خپله پښه زما پرمخ کېښودلې نه وي.

اې بلاله! ته عزتمند یې او ابوذر ذلیل دی.

بیا بلال رضی الله تعالی عنه ولاړ شو او د هغه مخ یې راجګ او ښکل کړ او ورته یې وویل، څنګه به په هغه مخ پښه کېږدم، کوم مخ چې الله جل جلاله ته سجده کړې وي او بیا دواړه یو بل ته ورغاړې وتل او تر ډېره وخته یې سره ژړل.

را به شو خپل حال ته، چې د نن عصر مسلمانان څه کوي!

ایا کله مو دا فکر کړی، چې موږ په کوم حال کې یوو، څومره د یو بل تذلیل غواړو! کله د خپل مذهبي فرقې په خاطر، کله د خپلې سیاسي ډلې په خاطر، کله د رنګ او نسل په خاطر، کله د قومیت او عصبیت په خاطر، کله د سمتي او ژبنیز تعصب په خاطر، کله د شیخ او په پیر په خاطر او کله په رسنیزو شبکو کې، کله د اعمالو د کاذب غرور په خاطر داسې فکر کوو، چې الله تعالی موږ ته د تقوی ځانګړې شهادت پاڼه راکړې او کله د دنیوي مال او متاع په خاطر پر یو بل ځان غوره ګڼو. په ژوند کې ډېر کم داسې انسانان پیدا کېږي، چې د نورو څخه په کړې ګناه او غلطي بښنه وغواړي او په خپلې کړې خطا اعتراف وکړي. د الله تعالی څخه به تل دا دعا غواړو، چې یا رب! موږ د قومي، سمتي، ژبني او داسې نورو بدو تعصبونو څخه وساتې او موږ ته غوره والی په تقوا سره رانصیب کړې. امین یا رب العلمین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button