بېلابېلې لیکنېلیکنې

په پرونۍ اروپا کې پاکي

 لیکنه: ا،فرخاري

کله چې د روم امپراتوري د عیسایانو لاس ته ولوېده، نو پاپانو په دې نیت،چې د تېرې زمانې اثرات له مسیحي ټولنې لرې کړي، له دې امله دوی به حمامونه بد ګڼل او دا به یې د پخواني رومي کافرو نښه بلله.

پادریانو به ویل: د انسان بدن نه پاکېږي؛  ځکه چې دا د ګناهونو مرکز دی،  انسان باید خپل روح پاک کړي.

بیا ورو ورو په مسیحیانو کې دا فکر عام شو؛چې څوک څومره مردار و خیرن ګرځي هومره خدای ته نژدی او متقي دی؛  تر دې چې که به چا په حمام کې ډېر وخت تېراوه دوی به هغه بد یاد و.

دوی به خیرن اوسېدل تقدس باله  او خیرنتوب به یې د جرایمو په مخ کې خنډ ګاڼه د اروپا په سړو سیمو کې به خلکو چې د غسل کولو پرګرام ونیو؛ نو په یوه لګن کې به یې اوبه ګرمې کړې؛  لومړی به د کور مشر او ورپسې نورو په خپل نوبت په کې غسل کاو؛  چې وروستی کس به ماشوم و.

اروپایي بېوزلو به حمام ته تګ او لمبل یو خوب و خیال ګاڼه

ځینې تاریخ پوهان وایي:  اروپایي بزګرانو به په کال کې دو ځلې لمبل

ځیني وایي:  د دوی مخ به د باران له اوبو پرته نورې اوبه نه ليدې.

د ځینو په اند: غربیانو به په خپل ژوند کې دری ځل غسل کاوه: د پیدایښ؛ واده او د مړ کېدو په ورځ.

هغه وخت اروپا کې ځان مینځل عام عادت نه و؛نو مالدارو به په زېر پرانۍ عطر وهل تر څو د بدن د بد بويی مخه ونیسي.

خو کله چې مسیحیانو بیت المقدس ونیو هلته یې مسلمانان ولیدل چې د صفایۍ ډېر اهتمام کوي؛  نو دوی هم ځان مینځل او صفایي پيل کړه او دا کلتور یې اروپا ته ولیږداوه ؛ چې بالاخره په اروپا کې ځان مینځل او حمامونو ته تګ عام شو؛ خو پاپانو به بار بار د دې کار مخالفت کاو او دا به یې د مسلمانانو او یهودو کار باله.

تر دې چې کله اندلس ونیل شو او ځینو مسلمانانو ظاهراً عیسایت ومانه؛ نو مسیحي استخبارات به پسې ګرځېدل چې غسل کوي او که نه؛  که به یې راپور مثبت و،نو دا به د مسلمانۍ نښه بلل کېده.

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button