بغلان کې۲زره مېرمنې د لاسي توکو پر صنعت بوختې دي
په بغلان کې ۲ زره مېرمنې د لاسي توکو د صنعت په برخه کې په کار بوختې دي چې تولیدي توکي یې د بغلان مرکز سربېره په پلازمېنه کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې مینوال لري.
د بغلان مرکز پلخمري کې په باختر مارکېټ کې د مېرمنو استازې شیرین محمد وايي، چې په دغه ولایت کې ۲ زره مېرمنې په خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، کلچو جوړولو، کېک پخولو، اشپزۍ، هوټل دارۍ او نورو برخو کې په کار بوختې دي چې محصولات یې د بغلان سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني وویل، چې په بغلان کې دوی هڅه کوي د لاسي توکو په صنعت بوختو ۲ زره مېرمنو ته د اسلامي امارت د اصولو سره آسانتیاوې رامنځ ته کړي څو نور یې هم کار وده وکړي او د لاسي توکو صنعت په دغه ولایت کې پراخ شي.
د بغلان اوسېدونکي بیا پر هېواوالو غږ کړی چې په ورځني ژوند کې له تر خپله وسه کورني تولیدات وکاروي.