لیکنېمقالی اوتبصرې

هغه څوک، چې وایي الله«ج» چېرې دی او ولې د غزې غچ نه اخلي؟!

مسلم، احمد، نسائي او ابو داود د ابو هریره رض دا حدیث را اخیستی:
رسول الله ص ته یوه ډله صحابه کرام راغلل ویې ویل: اې د الله ج رسوله، موږ په ځانونو کې داسې څه وینو چې په اړه یې غږېدل هم راته ستر کار ښکاري، موږ دا نه خوښوو چې دنیا لرو او هېڅکله یې په اړه خبرې نه کوو!
رسول الله ص ورته وویل: ایا داسې څه مو لیدلي؟
هغوی وویل: هو
رسول الله ص وویل: دغه نو څرګند ایمان دی!
فتنې او بحرانونه د شیطان لوبغالی او د مؤمن د ایمان د فاسدولو لپاره د هغه یو فرصت دی،چې د مؤمن په زړه کې د الله ج مقام بې ځایه کوي، په ځینو کارونو کې د الله ج حکمت را څخه پټ دی هغه وخت بیا یوازې په روانو حالاتو پوهېږو او بس، د چا په زړه کې بیا داسې سوالونه راګرځي چې په ویلو یې ډارېږي،نو ژر استغفار وایي، دا د ایمان نیمګړتیا نه بلکې بشپړتیا ده. هر وخت چې په کار کې حکمت در څخه ورک شو،نو دا کار اهل کار(الله ج) ته وسپاره،ځکه الله ج له هغه چا عادل او مهربان دی،چې څوک یې د قضا په اړه ګومان کوي او یا یې د پاچاهۍ او زور پوښتنه کوي په داسې حال کې چې موږ ټول د هغه غلامان یو.
شیطان به درته وایي الله هغه څه نه ویني چې په غزه کې روان دي؟ آیا هغه چا ته نه غوسه کېږي چې د ظلم له امله یې ماشومان له خاورو لاندې ژوندي پاتې دي؟ آیا د هغو ښځو غچ نه اخلي،چې توغندي یې بدنونه سره اړوي؟ د زړو ښځو څه ګناه ده چې وژل کېږي، سپین ږیرو څه کړي چې بدنونه یې څیرې کېږي؟
آیا الله ج نه شي کولای چې د الوتکو بمبار بند کړي او د توپونو خولې ور وتړي؟
لومړی: نړۍ د آزموینې ځای دی د جزا ځای نه شو ورته ویلی، ځکه الله ج به له بنده د هغه څه پوښتنه کوي چې پرې آزمایلی یې دی بنده نه شي کولای څو له الله ج وپوښتي،چې ولې دې په دې وآزمویلم! باید با ادب وواسو
دوهم: هر څه د خپلې وروستۍ پایلې له مخې نیول کېږي نه د هغه څه له مخې چې روان دي، که ورګورې فرعون د ماشطې اولادونه په ګرمو غوړیو کې واچول چې هډونه یې وراسته شي بیا یې په خپله ماشطه هم ورو ویشتله،ښایي ته هم د یاد بنده په څېر چې انتقام ته ښه نه دی وپوښتې چې ولې الله ج د دغو وژل کېدونکو ماشومانو غچ نه اخلي ولې د دې خوارکۍ دفاع نه کوي؟
وګوره چې وروسته څه پېښ شول!
په فرعون باندې الله ج د سمندر پروژه تطبیق کړه او تل تر تله به په اور کې وي. بل لور ته د ماشطې او د اولادونو بوی یې د معراج په شپه رسول الله ص ته په جنت کې ورغی.
درېیم: الله ج ظالم ته یو څه وخت ورکوي بیا یې په خپل ځواک رانیسي؛بیا هم که چا درته وویل چې د هر ظلم ټاکلی وخت په دنیا کې دی نو ورته ووایه چې د قیامت ورځ د څه لپاره ده؟ د صراط لاره، تله او حساب د څه لپاره دي؟ جنت او اور د څه لپاره دي!
اصحاب الاخدود خو په دنیا کې وسوځېدل، الله ماشوم خپلې مور ته ګویا کړ: مورې ثابته اوسه ته په حقه یې! نو دواړه د اور په څپو کې ورک شول.
الله ج را ته نه دي ویلي،چې د دوی غچ مې په دنیا کې واخیست خو د قیامت په ورځ به دا کار خامخا کوي.
همداسې جګړې هم په ظاهري نتیجو نه دي ولاړې؛ که دلته دې ټولې لانجې وګټلې او که بیا هم په دوزخ کې ولوېدې نو تاواني یې! خو که وسوځول شې او ټوټه، ټوټه شې! په دې حالت کې که په حقه یې نو بیا هم په حقه یې!
څلورم: که الله په دنیا کې په هر ظالم خپل انتقام پلی کړي،نو په دنیا کې به د آزموینې عملیه له منځه لاړه شي. بل که چېرته حق له باطل سره په شخړه کې هره جګړه وګټله نو ټول خلک به یې لیکو ته ورمات شي.
خو الله غواړي چې له نړۍ څخه د زړونو زلزله او د پېښو تندرونه جوړکړي.
نو که تېری او جرم نه وي څنګه به بنده په خپل جهاد کې آزمویل کېږي بیا به یا مجاهدین وي یا به ناست خلک وي یا به بریالي وي ،یا به ګټونکي وي یا به سپکېدونکي او یا به د الله ج په لاره کې خیرات ورکوونکي وي یا به د شیطان په لاره کې بخیلان وي.
پنځم: له یوې ښځې سره د ولادت په وخت کې وینه، درد او هر څه وي، نو د یو امت حمل به څومره دروند وي هغه هم داسې امت چې عزت او شتمني لري. که هغه وخت دې ابو جهل لیدلی و،چې سمیې ته یې په ځمکه کې میوږی ټکواهه ، پرې ویې تړله او بیا یې په نیزه ووهله نو ښایي تا به د اوس په څېر ویلي و چې خدای چېرې؟
خو زه له تا پوښتم چې اوس ابو جهل چېرې او سمیه چېرې!؟
که هغه وخت دې بلال د مکې په ګرمو ورځو کې لیدلی و،چې په سینه یې غټه تیږه کېښودل شوې او شا ته یې امیه ولاړ دی ورته وایي چې لات او هبل ومنه هغه بیا هم احد، احد وایي، نو تا به ویلي و چې احد خدای چېرې دی؟!
بل دا چې که ته یوازې په دنیا کې بریا ووینې،نو نور بیا دا تمه هم نه لرې چې کوم بل بری به هم راشي، خو اوس پوهېږې چې مکه د هغه کسانو په لاس فتحه شوه چې څو کاله پخوا په کې ځورېدل او اوس په رڼا ورځ له څلورو لوریو ورننوتل نو الله په هر څه کې وخت ټاکلی دی.

سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button