د مدينې پر لور
اقبال وروسته په زيات غم او خواشينۍ د خپل بې اخلاصه او بې سوزه زمانې له لاسه ژاړي او وايې: زه په ختيځ او لويديځ کې غريب يم او يوازې ژوند کوم ځکه د راز له محرم څخه محروم يم.
نگاهم زانچه بینم بینیاز است
دل از سوز درونم در گداز است
من و این عصر بیاخلاص و بیسوز
بگو با من که آخر این چه راز است
*من اندر مشرق و مغرب غریبم
که از یاران محرم بینصیبم
غم خود را بگویم با دل خویش
چه معصومانه غربت را فریبم
اقبال له دې امله شکايت کوي چې چا يې په مخلصانه او ګټمنو نصيحتونو عمل نه دى کړى، د علم له ونې څخه يې ميوه نه ده شکولى او ګيله يې کړى چې خلک د دې پر ځاى چې ورته د دين ترجمان ووايې، د يوه شاعر په توګه يې پيژني.
به آن رازى که گفتم پی نبردند
ز شاخ نخل من خرما نخوردند
من ای امیر أُمم داد از تو خواهم
مرا یاران غزل خوانی شمردند
اقبال د رسول الله صلى الله عليه و سلم په حضور کې شکايت کوي چې اى د الله تعالى رسوله! تاسو ما ته امر کړى دى چې د تل پاتې ژوندون پيغام هغوى ته ورسوم خو دا حق ناشناسه له ما غوښتنې کوي چې په خپلو اشعارو کې مرثيې او د خلکو د وفات نيټې ووايم.
تو گفتی از حیات جاودان گوی
به گوش مردهای پیغام جان گوی
ولی گویند این ناحق شناسان
که تاریخ وفات این و آن گوی
وروسته په زيات درد، سوز او حسرت شکايت کوي چې معاصرانو يې علم او رسالت ته چې د ده د اشعارو روح بلل کيږي، توجه ونکړل. هغه وايې خپل ارزښتمنه متاع او سوى زړه مې په لاس کېښود او خلکو ته مې وړاندې کړ خو څوک يې په ارزښت پوه نه شو نو ځکه په دا نړۍ کې داسې څوک راته معلوم نه دى چې تر ما دې غريب او يوازې وي.
دلی بر کف نهادم دلبری نیست
متاعی داشتم غارتگری نیست
درون سینهی من منزلی گیر
مسلمانی ز من تنهاتری نیست
هغه خپله قصيده په څو بيتونو چې د حجاز د وقت باچا عبدالعزيز بن سعود يې پکې مخاطب ګرځولى دى، پاى ته رسوي خو په حقيقت کې يې د خبرو لور مخ پر ټولو عربي شاهانو او د اسلامي نړۍ رهبرانو ګرځولى دى. هغه په خپلو شعرونو کې سلطان له پرديو او اروپايې هيوادونو څخه د مرستې غوښتلو په اړه ډاروي او پر الله تعالى او ځان باندې يې د اعتماد لورې ته رابولي. هغه ورته وايې: ځان دې وپېژنه؛ ته پر داسې ځمکه واکمن يې چې شپه يې هم د ورځې غوندې رڼا او ځلا لري، ستا کيږدۍ بايد پر خپلو واښکيو او ټېمک ولاړه وي او مه يې هيروه چې له پرديو څخه مرسته غوښتنه حرامه ده.
ترا اندر بیابانی مقام است
که شامش چون سحر آئینه فام است
به هر جائی که خواهی خیمه گستر
طناب از دیگران جستن حرام است
*
ز افرنگی صنم بیگانه تو شو
که پیمانش نمیارزد به یک جو
نگاهی وام کن از چشم فاروق
قدم بیباک نه در عالم نو
نور بـيا …
يوولسمه برخه – ليکوال: سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله ژباړن: محمدصادق طارق