تاریخ او جغرافیهلیکنې

هغه میرویس خان چې ګرګین يې وځغلاوه!!!

میرویس نیکه دښالم خان او نازو انا زوی و، چې۱۰۸۶ھ ق کال یې نړۍ ته سترګې غړولې.د ده دمور له خوا نیکه سلطان ملخی توخی له کندهاره تر جلدکه دقومونو او اقوامو مشر و. د ده لور او دمیرویس نیکه مور هم عالمه او فاضله، شاعره اوشجاعه مېرمن وه.
سحرګه وه دنرګس لېمه لانده
څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅېده
ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې
ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندیده
نازوانا رح دومره تقواداره او پرهیزګاره وه چې آن اولاد ته یې په اوداسه شیدې ورکولې.
میرویس نیکه یې ښه وروزه، دعلم په ګاڼه يې سمبال کړ، وطني مینه او شجاعت يې ور زده کړل. ولې له بده مرغه دا مهال مو هېواد د صفويانو دنائب الحکومه ګرګین له واک لاندې و، هغه له افغانانو سره خورا ډېر ظلمونه کول. ګرګین چې په تاریخونو کې دګرګین خان په نوم هم یاد شوی دی په اصل نسل ګورجی یا ګورجستانی و چې د ۱۶۵۱ میلادي کال د اپریل دمیاشتې په ۲۱ نیټه زیږیدلی و.پلار یې وختنګ نومیده ، نوموړی په ګرجستان کې دیوې سیمې واکمن و.دی په اوله کې نصراني و چې وروسته یې داسلام دین ومانه او د شهنوازخان نو م یې غوره کړ، خو وروسته یې بیا داسلام دین پریښود او درومن کاتولیک نصراني مذهب یې اختیار کړ .تر هغه وروسته بیا دصفویانو د شاه سلیمان صفوي له خوا له دندې ګوښه او کړل شو ، خو کله چې په ایران کې صفوی شاه حسین پاچا شو ده ته بیا دنده ورکړل شوه چې دایران په کرمان کې دبلوڅانو د هغه برید مخه ونیسي ، چې دصفويانو د حکومت پر خلاف ترسره شوی و او په دې توګه ګرګین هغو بلوڅانو ته ماتې ورکړه چې دصفوي شاه حسین پر خلاف یې دبغاوت بیرغ را اوچت کړی و.
کله چې ګرګین په کرمان کې بلوڅانو ته ماتې ورکړه نو دا ځل صفوي حکومت نوموړی دافغانانو دټکولو لپاره له شلو زرو پوځیانو سره کندهارر ته ولیږه او نوموړي دایران د صفوي حکومت دبیګلربیګي ( نائب الحکومه) په توګه په کندهار کې دنده سرته رسوله .
ګرګین او پوځونو یې دکندهار پر بېګناه خلکو ډیر ظلمونه وکړل.ده به له خلکو ملا ماتوونکي مالیې اخیستلې .دي ډیر ظالم انسان و او کله به چې دشرابو په نشه کې غرق شو نو ظلمونه به یې نور هم زیات کړل ، خلک به یې وهل ټکول او هرډول ظلمونه به یې پرې کول. په دغه وخت کې میرویس نیکه دکندهار دښار مشر و او میرویس خان هوتک هم څو څو ځلې دصفوي پاچا شاه حسین دربار ته دده له لاسه شکایتونه وکړل او څو څو ځلې يې دده دظلمونو په اړه شاه حسین ته لیکونه واستول ، خو صفوی پاچا شاه حسین به ورته ویل چې ګرګین له ده څخه نه ډاریږي هیڅ خیال او پروا يې نه ساتي، نوموړی بېخي ددې جوګه نه دی چې ګرګین قابو او مهار کړي، بلکې په خپله دی ترې ډارېږي. کله چې ګرګین دحاجي میرویس خان هوتک له دې کړواو شکایتونو څخه خبرشو ، نو هغه یې دایران صفوي دربار دښمن وګاڼه او دکندهار ښار له مشرۍ یې لرې او ګوښه کړ ، میرویس خان او دده نور ملګري یې ایران ته ولیږل چې دده له لاسه یې صفوي دربار ته شکایتونه کړي وو. حاجي میرویس خان او دده ملګري چې دګرګین له لاسه یې شکایتونه کړي وو دایران په صفوي دربار کې نظر بند شول، خو تر څه مودې وروسته میرویس خان دخپلې سیا سي پوهې او وړتیا له امله په دې وتوانید چې د صفوي دربار لوړ پوړي چارواکي او آن په خپله صفوی پاچا په دې قانع کړي چې ګرګین یو ناپوه انسان دی اودوی یې د ګرګین پر خلاف بدبینه کړل ، خو سره له دې صفوي دربار دمیرویس نیکه یوې غوښتنې ته هیڅ پاملرنه او توجه ونه کړه.
کله چې میرویس نیکه دایران له صفوی درباره ناهیلی شو نوله هغه یې اجازه تر لاسه کړه او دبیت الله شریف دحج په نیت روان شو. ده هلته له دیني عا لمانو دا فتوا واخیسلته چې: ګرګین باید ووژل شي او هغوعالمانو هم دګورګین دوژلو فتوا صادره کړه او نیکه هغه فتوا چې دیني عالمانو پرې لاسلیکونه کړي وو، له ځان سره کندهار ته راوړه.
کله چې میرویس نیکه دبیت الله شریف له حج کولو بیرته کندهار ته را ستون شو نو د کوکران په سیمه کې ، چې ارغنداب ته نژدې پرته ده یوه لويه جرګه راوبلله اوپه هغه جرګه کې یې د اسلامي نړۍ د عالمانو هغه فتوا ګا نې دوی ته ښکاره کړې چې ده له هغو ترلاسه کړې وې . باید زیاته کړو چې دا وخت په افغانانو کی له میرویس خان پرته بل څوک نه و چی هغوی یی د صفوی حکومت او ګرګین له ظلمونو ژغورلي وای.
میرویس نیکه بیا تردې وروسته یوه بله جرګه ۱۱۱۹ ھ ش را وبلله چې هغه جرګه دکندهار په ختیز کې دمانجې سیمه کې جوړه شوه، همدا تاریخي جرګه زموږ په تاریخونو کې دما نجې دجرګې په نامه سره مشهوره ده.
دمانجې په جرګه کې چې دکندهار دبیلابیلو قومونو منلو مشرانو لکه: سیدال خان ناصري ،بابوجان بابي ،بهادرخان ،ملا پیرمحمد هوتک مشهور په میا جي ،یوسف خان هوتک ، عزیزخان نورزی، نورخان بړیڅ. ګل خان بابړ،نصروخان الکوزی ، دمیرویس نیکه ورور یحیی خان ، دمیرویس نیکه وراره محمد خان مشهور په حاجي انکو او یونس خان کاکړ برخه اخیستې وه .دجرګې ټولو ګډونوالو پر قرآن شریف سوګندونه وخوړل چې دګرګین پرخلاف به مبارزه او جهاد کوي، هغه به وژني. کندهار او ګران هیواد به دګرګین او ګرګیانو له ظلمونو او نا رواوو څخه ژغوري .
میرویس نیکه دګرګین او دهغه دلښکرو دختمولو لپاره یو پلان جوړ کړ او دا یو داسې پلان و ،چې بل هيڅوک پرې خبرنه شول، یوازې میرویس نیکه او دهغه هغو ملګروته هرڅه معلوم وو ،چې په جرګه کې یې له ده سره یوځای دهیواد دژغورنې سوګندونه کړي وو.په دغه وخت کې دارغستان په سیمه کې چې اوس دکندهار یوه ولسوالي ده خلکو ګرګینیانو ته له مالیو ورکولو انکار وکړاو ګورګین په خپله دهغو خلکو د ټکولو لپاره هلته لاړ او پر هغو یې ظلمونه پیل کړل .
میرویس نیکه ګرګین ته … 3مخ
دارغستان په یوه باغ کې هر کلي ووایه او یوه میلمستیا یې ورته جوړه کړه .کله چې نیمه شپه شوه ګرګین او پوځیان یې دشرابوپه نشه کې ډوب شول ، نومیرویس نیکه له خپلو جنګیالیو ملګرو سره پر هغو برید وکړ ګرګین او نور ټول ګرګینیان یې له تیغه تیر کړل. په دې توګه ګرګین او له هغه سره راغلی درې زره لښکر مات شو او پاتې پوځونه له کندهار ه وتښتیدل او په کندهار کې دمیرویس نیکه په مشرۍ ملي حکومت جوړ شو. که څه هم صفویانو بیا څو څو ځلې دکندهار دنیولو لپاره لښکرې ور ولیږلې خو هر ځل دمیرویس نیکه دغوره تدبیر او ښې مشرۍ له امله صفوي لښکرې ما تې شوې .
افغانانو چې خپلوکي واخیستله ،نو په ښکاره د هند تيموري واکمنانو هم له مجبوریته په رسمیت وپیژندله.
میرویس نیکه اته(۸) کاله دخپل ملت قیادت اومشرتوب وکړ چې هغوی هم داستقلال ګټلو او غوره خدمتونو له امله دنیکه لقب ورکړ. عزتمن او دروند نیکه ۱۱۲۷ ھ ق له نړۍ کوچ وکړ.
مرا بس که ګویند قومم《پدر》
ندارم طمع ګوهر و سیم وزر
یو میرویس په مونږ نشته چې ګرګین لارې ته سم کړي
یو شېرشاه را پیدا نه شو چې مغول ته ودرېږي

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *