افغانستان

د اوبو او انرژي وزارت: د قرغې بند له څوکلونو وروسته بیا له اوبو ډک شو

یاد بند چې د کابل ښار په شمال لوېدیځ سیمه کې موقعیت لري د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د دغې ښار د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې بنسټیزه سرچینه ګڼل کېږي، چې له څو کلونو وروسته یې ذخیره له اوبو ډ‌که او پرچاو شوی. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د یاد بند ځینې زیانمنې شوې برخې هم بیا رغول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په هیواد کې د روانو اورښتونو له کبله د پلازمینې کابل د قرغې، د کندهار د دهلې او د هلمند د کجکي بندونو په ګډون په هیواد کې نور لوی او واړه بندونه هم له اوبو ډک او پرچاو شوي ، چې د هېواد په کرنیز سکتور به د پام وړ مثبت
اغېز وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *