سرمقالې

د اسراییلو ټغر په ټولېدو دی

که څه هم سیاسي تاریخ کې پر فلسطین د صلیبي صهیونستانو اشغال لنډ پېر ته رسیږي، خو پر دغه مقدسه خاوره د دوی ولکه پخوانۍ ده. دغه مسله په نږدې تېره یوه پېړۍ کې ګرمه ده او ستر دلیل یې په شلمه پېړۍ کې اسراییل د یوه دولت په توګه رامنځته کېدل دي.
اسراییل له پاکستانه یو کال وروسته یعنې په ۱۹۴۸ کې مصنوعي رامنځته، په ملګرو ملتونو کې یې رسمي هویت خپل کړ او تر هر چا وړاندې یې امریکا ملاتړ ته راودانګل.
ددغه هیواد له رامنځته کېدو سره ګڼو اسلامي هیوادونو مخالفت وښود، چپاوونه یې پرې وکړل، خو کفري نړۍ یې په ننګه ودرېده. بل پلو، د تاریخ پاڼې شاهدې دي چې د مجاهدینو په صفونو کې هم درز تر هر چا وړاندې د همدغو کفارو په لمسون ګوډاګیو اسلامي هیوادونو رامنځته کړ او د ازادۍ مبارزین یې د امریکا او ناټو په رضایت له تېغه تېر کړل. اسراییل، له زوکړې وروسته هم لسیزې لسیزې ناتوان و، خو د امریکا او ناټو بې خرته مرستو دغه هیواد ځواکمن او مغرور کړ. ارقام ښيي چې یوازې واشنګټن له دغه هیواد سره، دویمه نړیواله جګړه کې امریکا ته د وراوښتي زیان هومره
مرسته کړې ده.
باوجود ددې چې د دغه هیواد د نابودۍ او د فلسطین د ازادۍ په پار ګڼې هڅې وشوې، یرغلونه او ګڼ فردي کوښښونه وشول، خو یوه یې هم دومره موثره نه وه. د ۲۰۲۳ د اکتوبر د اوومې پېښه او د حماس ابابېلو یرغل پر اسراییلو بیخي هېښوونکی و. دغه ناڅاپي او پرېکنده جګړې سره اسراییل له لومړۍ ورځې نه و مخ شوي. حتی داسې هم ویل کیږي چې د عربو او اسراییلو ټولې جګړې د حماس د دغې حماسې یو خورد هم نه کیږي. له دغې غزا شپږ میاشتې تېریږي، خو لا یې هم د پای ته رسېدو کوم څرک نشته، بل خوا هغه تېرې جګړې یوازې له یوې، دوو یا د ګوتو په شمېر ورځو نه اوښتې. بل خوا د هغو جګړو او دغې زیان هم د پرتلنې وړ نه دی.
که څه هم تازه ایران او حزب الله پر دغه مصنوعي هیواد څو لوریز بریدونه کړي، خو ددغه هیواد سیاسي کشالې، مالي وضعیت د امریکا، ناټو او نورو لاسپرېدل، د حماس مجاهدینو استقامت او نور دا راښيي چې ددغه هیواد د ځواکمنتیا او عروج طلسم مات دی. داسې ګومان کیږي چې د ایران له برید سره به خپه شوي کفار بېرته د اسراییل قوي ملاتړ ته راودانګي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *