د بي لارۍ دوه مهم لاملونه !
د مسلمانانو خصوصاً ملتزمو اشخاصو لکه مجاهدینو، مبارزینو، دیني علماؤ او دعواتګرو د انحراف اوبې لاریتوب لپاره ترټولو مهم اسباب اختلاط اومالي امکانات دي. اختلاط یعني د پردیو ښځو اونارینه و دوامداره نږدېوالی، لکه په دولتي دفترونو، تعلیمي مراکزو، عسکري بارکونو، صنعتي کارخانو اوپه همدې ډول نوروځايونو کې داسې ساحو کې د نارینه او ښځو هره ورځنۍ ګډون اونږدیوالی ځکه ډېرخطرناک وي چې د تماسونو په تکرارسره یې تدریجاً خپل منځي حیا کميږي ، ختميږي اود شرم ټول دېوالونه یې له منځه ليري کيږي، تردې بالأخره خبره ترښکاره فحشا پورې رسيږي . دا پرته له شکه هغه فطري او طبیعي غریزه ده چې په هرانسان اوحیوان کې شته او د دواړو جنسونو د همېشنیو اړیکو په صورت کې د یادې غریزې کنترولول انتهایي ډېر ګران او یقیناً څه پیغمبري شانته ایمان غواړي. خو ښه ده اوس د خدای جل جلاله فضل دی تر ډېره حده یادو ځایونو کې د اختلاط مخه نیول شوې اوپه دې توګه د هرملتزم مسلمان لپاره خورا مناسب چاپېریال برابرشوی دی. البته دویم خطرچې اوسمهال په ځانګړې توګه زموږ حاکمان او لوی واړه چارواکي ورسره مخ دي، مال، دولت او خصوصاً د بیت المال اړوند وسایل او امکانات دي. د اسلام په سپېڅلو لارښوونو کې دا مفهوم په ټینګار سره بیان شوی چې د مال، دولت زیاتوالی، د رزق پراخې او بیت المال ته نا محدوده لاس رسی تر ډېره د انسان لپاره د انحراف، بغاوت او غفلت لامل ګرځي او له همدې امله دا هم یوه ستره فتنه ده. په دې اساس ویلی شو چې که دمګړۍ د اسلامی امارت با احساسه او دردمن مشران هم خپله د مالي امکاناتو او عیش وعشت جوړولو په برخه کې احتیاط ونه کړي او هم پرکشرانو کلکه څارنه ونه لري نو شک نشته چې زموږ د لکونو شهیدانو په وینو ګټل شوی نظام به له خورا سخت خطر سره مخ کيږي . مطلب دا هغه پټ دښمن دی چې له ځمکې او هوا پر موږ نظامي یرغل نه کوي بلکې د چنجیو په شان مو زړه او دماغونه تخریبوي او اخر پای مو د دنیا او آخرت له سترې شرمندګۍ، ذلت، رسوایي او ناکامۍ سره مخ کوي. راځئ دغه دښمن ته هم اوڅار او بیدار واوسو.