مقالی اوتبصرې

فلسطین او اتیا کاله مبارزه/ درېیمه برخه

موږ وړاندې وویل چې انګلیس، فرانسې او وروسته امریکا غوښتل چې اسراییل د خپلو شومو موخو لپاره د یوه مصنوعي هېواد په توګه رامنځته کړي. نو په دې اساس پرېکړه وشوه چې صهیونستان باید فلسطین ته ډله ییز وکوچېږي. فلسطینیان ددې پرېکړې منلو ته په هېڅ ډول نه و چمتو. همدا علت و چې په لکونو فلسطینیانو په پاڅون لاس پورې کړ او په بیت المقدس کې یې د بریتانیې په لاس جوړې شوې لسګونه ودانۍ د اور خورک کړې. ځای ځای لاریونونو دغه هېواد کې عمومي او لوی پاڅون ته لاره هواره کړه. همدغه علت و چې یو کال وروسته په یافا ښار کې انقلاب زور ونیو. یهودي ځواکونو او انګلیسي اشغالګرو له ۱۵ ورځو پرلپسې هڅو وروسته وتوانېدل چې ددغه انقلاب اور مړ کړي. له یاد انقلاب وروسته په یافا ښار او پر فلسطینیانو بریتانیانو ډېر سخت بندیزونه ولګول او تر فشار لاندې یې ونیول چې بیا په کلونو کلونو یې په فلسطینیانو کې د پاڅون شیمه مړه کړه. په ۱۹۲۹ کال کې د یهودو کډوالو او د بیت المقدس د مسلمانو استوګنو ترمنځ ډېرې سختې جګړې وشوې. دغه شخړې د براق انقلاب په نامه هم یادیږي. براق د بیت المقدس لوېدیځ اړخ ته پروت هغه دېوال دی جې کله رسول الله صل الله علیله وسلم اسمانونو ته خوت نو د جبراییل ع په لاس راوړی دغه براق یې په همدې دېوال پورې تړلی و. بل خوا یهودیان داسې عقیده لري چې دغه دېوال د سلیمان ع په لاس اباد شوی او عقیدوي بڼه لري. دوی غوښتل چې خپل مذهبي مراسم په همدغه دېوال شاوخوا ولمانځي، اما فلسطیني مسلمانانو ته دا د منلو نه وه چې سترې جګړې پرې رامنځته شوې.
شیخ عزیز الدین قسام او د فلسطینیانو لومړی مقاومت
د فلسطین په حیفا کې مېشتي سوریه الاصل روحاني شخصیت په ۱۹۳۰ شاوخوا کلونو کې مبارز ملګري راټول کړل او ویې کولی شول چې په لږ وخت کې ډېر کسان له ځانه سره ولری. دغو مبارزینو پوره پینځه کاله د انګلیسي عسکرو او یهودانو پر ضد چریکي بریدونه وکړل او دوی ته یې ډېر سخت زیانونه واړول. کله چې بریتانیانو کلکه ضربه ولیده نو ددغې ډلې د لټون پیل یې وکړ. بریتانیا غوښتل چې دغه مبارزین وپېزني او شته تشکیل یې له منځه یوسي. شیخ عزیزالدین قسام له دې وروسته د لومړي ځل لپاره خپله مبارزه علني اعلان کړه. دی لومړی شخص و چې د فلسطین د وسله وال مقاومت بنسټ یې کېښود. بالاخره په ۱۹۳۵ کال کې شیخ قسام شهید شو. کله چې د نوموړي له شهادته خلک خبر شول نو ټول فلسطین کې خلک راوپارېدل او د نوموړي د غچ اخیستلو
ګواښ یې کړ.

ژباړن: سلطان جان خاکسار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *