سرمقالې

نجات او بریا په وحدت کې ده !

وایي «که دښمن دې ګیدړ هم وي، تابیا به د زمري نیسي» دا چې هیڅوک بې دښمنه نه دي او موږ هم زښته ډېر دښمنان لرو ځکه د یوې پېړۍ په موده کې دلته د نړۍ دریو خورا سترو زبر ځواکونو سرونه مات شوي او ډک زړونه بېرته تښتېدلي. بناءً موږ ته هم لازمه ده چې د نجات او خپلې دفاع لپاره هر اړخیز چمتووالی ولرو. خو څرنګه چې موږ دا وخت تر ډېره له پټو توطیو سره مخ یو او پر خلاف موسل ګونه دسیسې طرح شوې او لګیا دي پلي کیږي، ځکه خو پرې پوهېدل، پېژندل او ځان ترې ساتل هم خورا زیات دقت، ځیرکي او بیداري غواړي. موږ باید یوې شېبې لپاره هم غفلت ونه کړو او هغه لاسونه، کړنې او تبلیغاتي هڅې وپېژنو چې د ټول افغان ولس د خوارولو، ځورولو او ذلیل کولو لپاره یو په بل پسې را مخته کیږي او زموږ د پرمختګ لارو کې خنډونه اچوي. خو له هوښیارۍ او ځیرکۍ سره سره باید په دې هم باوري وو چې که د افغانانو ترمنځ د یووالي لپاره هڅه ونه شي او په هېواد کې په رښتینې معنا د ملي وحدت مزي ټینګ نه شي، ګومان نه کیږي چې یوازې د وسلو، وسایلو او جنګي ځواک پرمټ دې خپله بېړۍ په دې توپاني سمندر کې د نجات تر ساحله ورسولی شو.

په دې موضوع کې زموږ د قناعت لپاره تر ټولو ښه دلیل د خپل تېر تاریخ تجربه شوي یادښتونه دي. راځئ د خپل تاریخ څو پاڼې شاته واړوو او وګورو چې د افغانانو څومره شانداره دورې او ځواکونه د اختلاف، ځان ځانۍ او انحصار له کبله بالآخره له منځه تللي او ټول ملت یې د ذلت او غلامۍ په لومو کې تړلی دی. دا نه یوازې د افغاني تاریخ شهادت دی بلکې زموږ ټول دیني نصوص او نړیوال تاریخ هم په دې ګواهي وایي چې اختلاف او کورني جنجالونه د قومونو د ناکامۍ، خوارۍ او ذلت تر ټولو مهم عوامل دي خو په مقابل کې یې یووالی، همغږي او همکاري بیا په هر صورت او هر کله د نجات، بریا، سوکالي او پرمختګ ضمانت کوي. د همدغو ثابتو او تجربه شویو واقعیتونو پر اساس ویلی شو چې که د مګړۍ افغانان د کورني وضعیت د سمون او خلکو د وحدت لپاره هلې ځلې ونه کړي، خدای دې نه کړي دغه په لاس راغلې بریا او زرین فرصت به یو ځل بیا هم زموږ له لاسه وځي او ښایي د تېر په نسبت به لازیاتو بد بختیو سره مخ شو. راځئ ټول همدومره غنیمت وګڼو چې د اکثریت هېوادوالو سر، دین، ناموس او مال په امن دی او لږ تر لږه د وسلوال بغاوت لپاره هیڅ کوم د قناعت وړ دلیل نه لیدل کیږي. نو که په فردي ډول د نظام له بدلون سره کوم شخص یا ډلې ته څه مادي زیان رسېدلی وي، دایې اخلاقی مکلفیت دی چې باید د خپل هيواد او خلکو عمومي ګټي او مصلحت ته نظر وکړي او فقط پر خپل ولس د شفقت او زړه سوي له امله خپلې ځاني، ګوندي او قومي ګټې شاته وغورځوي او د همدغه موجود نظام په اصلاح او سمون کې هڅه هاند وکړي. یو ځل بیا ټینګار کوو وچې د اختلاف نتیجه د ښکېلو اطرافو حتمی ناکامي او د اتحاد پایله د ټولو بری او نجات دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *