دینې لیکنېلیکنې

د جمعې قيمتي مازديګر

حسان مجاهد

الله تعالی په جمعه کې يو داسې ساعت پيدا کړی،چې هره دعا په کې قبلېږي او دغه ساعت يې له خپلو بندګانو څخه له دې کبله پټ کړی،چې دوی په ټوله جمعه کې الله تعالی ته متوجه شي او غفلت اختيار نه کړي، خو د امت ډېر علماء کرام پر دې باور دي چې د دعا د قبولیت دغه ساعت د جمعې په ورځ د مازديګر له لمانځه وروسته تر لمر لوېدو پورې ډېر احتمالي دی؛ ځکه نو دوی به هم په همدغه وخت کې د دعا ډېره هڅه کوله.

ابن قيم رح وايي: د جمعې په ورځ له مازديګر وروسته دغه ساعت ته د هر ملت کسان ډېر درناوی لري.(زاد المعاد ١ / ٣٨٢)

ابن عساكر رح ليکي: کله چې صلت بن بسطام رح په سترګو ړوند شو؛ نو د جمعې له مازديګر وروسته يې ملګري کېناستل او د نوموړي لپاره يې دعا پيل کړه، لمر لا نه وو ډوب شوی،چې الله تعالی یې سترګې بېرته خپل روغ حالت ته وګرځولې.(تاريخ دمشق)

سعید بن جبير رح به د جمعې په ورځ له مازديګر وروسته په دعا مشغوله شو او تر لمر لوېدو پورې به يې له هيچا سره خبرې نه کولې. (زاد المعاد ١ / ٣٨٢)

طاووس بن کیسان رح به د جمعې له مازديګر وروسته مخ پر قبله کېناست، دعا به يې پيل کړه او له چا سره به نه غږیده.(تاريخ واسط)

مفضل بن فضاله رح به چې کله د جمعې په ورځ د مازديګر لمونځ ادا کړ؛ نو يوازې به په مسجد کې کیناستل او تر لمر لوېدو پورې به يې دعا کوله.(أخبار القضاة)

موږ مسلمانان نن له یوې خوا په ډول ډول ګناهونو او ستونزو کې را ګير يو، خو بل لوری بیا له الله تعالی څخه غافله يو، د جمعې په قیمتي ورځ د دې پر ځای چې د دعا د قبولیت پرمهال الله تعالی ته ژړا او زارۍ وکړو؛ د خپل نفس د خوشحاله کولو لپاره که عام خلک دي که خواص(علماء، طالبان او مجاهدين)، تفريحي ځايونو ته د منظرو په موخه ځو او هلته د ماشومانو په څېر خپل طبعيتونه برابروو.

چهل سال عمر عزیزت ګذشت

مزاج تو از حال طفلي نګشت!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *