دینې لیکنېلیکنې

د خديجې رضي الله عنها تلوسه او د ابوبکر صديق  رضي الله عنه مسلمانېدل

شرر ساپی

د خديجې زړه ودرزېده،د مکې د مخورو په اړه يې د خپل فکر مارغه پرېښود، د ذهن په پرده يې د خپل مېړه د تره زوى ابوسفيان بن الحارث  انځور شو،چې له محمد سره يې په قيافه کې شباهت لاره او ورسره به و، حارث ورته هاشمي ځوانان ورياد کړل، طالب، عقيل، جعفر په زړه کې يې د هېلو څراغ روښانه شو، په هغوى کې يې داسې ځوانان وليدل چې دغه نوي دين ته به ډېره ليوالتيا وښايي، د امين عمه يې سترګو ته ودرېده چې د ابو اميه بن المغيره سره يې د واده په کولو د هاشميانو او مخزوميانو ترمنځ د خپلوۍ پل وتاړه. هغې د خپل وراره سره ډېره مينه لرله، همدغه عاتفه وه چې خديجې ته ورغله او د خپل وراره محمد بن عبدالله په اړه ورسره وغږېده چې خپل سوداګريز مالونه ورکړي، که هغه په محمدي رسالت ايمان راوړي دواړه بچي (عبدالله ، زهير) به يې په منډه متابعت وکړي، څوک څه پوهېږي چې په  مخزوميانو کې به د دغه خلکو پر مټ اسلام خپور شي.

که وليد بن المغيره دغه نوى دين قبول کړي، نو مخزوميانو به ټول د خپل مشر په لاره روان شي، خو دغه خبره ډېره نا ممکنه ښکاري. ايا دا به عقل ومني چې وليد دې له خپل مقام نه راکوز شي او په خپل لاس دې خپل غرور په خنجر ووهي او يا دې خپل قيادت د قريشو د يتيم په لاس کې ورکړي !

د ابوسفيان دريځ به د نوي دين په اړه څه وي؟ هغه به په خپلو غوږونو کې ګوتې ږدي، هغه به ګومان کوي چې د عبدالله زوی غواړي مشري هاشميانو ته رانتقال کړي. يواځې يې دې ته سترګې وې چې د هاشميانو او امويانو ترمنځ سيالي روانه ده او په ټولو قريشو کې د مشرتابه لپاره څوک نه ويني.

د عبد شمس مشر عتبه بن ربيعه، د شيبه بن ربيعه، ابوالحکم بن هشام (ابوجهل)، اميه بن خلف، عاص بن وائل،عبدالله بن ابي ربيعه، ارقم بن ابي الارق. مطعم بن عدي، عقبه بن ابي معيط، دعربو طبيب حارث بن کلده الثقفي او د هغه د زوی نضر دريځ به يې څه وي؟! د خديجې غوندې زيږ شو او په خپل مېړه باندې سخته وويرېده، لاره په ازغيو او خنډونو ډکه ده. مخکې له دې نه چې ويرې ته تسليم شي، سترګو ته يې ځليدونکى حقيقت وبرېښېده، محمد يواځې نه دى، هغه له الله سره دى، چې څوک له الله سره وي، الله له هغه سره دى.

د حکيم بن حزام وينځه د خديجې ليدو ته راغله، په ورين تندي ورسره مخ شوه، د حرا د پېښې په اړه يې ورته يادونه وکړه چې الله پاک محمد_ﷺ_ د خپل رسالت لپاره غوره کړى ، خديجې لا خبره نه وه پاشلې چې وينځه په منډه خپل بادار ته ورغله، حکيم ته ورننوته، له هغه سره ابوبکر ناست و، ورته يې وويل :

– ستا ترور خديجه دعوه لري چې مېړه يې د موسى په څېر راليږل شوى نبي دی .

د ابوبکر زړه ودرزېده، هغه د امين کور ته ډېر راتلو، له هغه سره به يې خبرې کولې، د هغه له مفکورې نه اغېزمن شو او په دې باور و،چې هغه د الله يو فيض و، د ورقه خبرې يې اوريدلې وې چې له محمد سره ورغلى و، ورقه ورته وويل چې پرځاى ورته ودرېږه چې څه يې واورېدل، له ده سره يې بايد شريک کړې، خو په دې نه پوهېده چې ملګری به يې له حرا څخه د اسماني رسالت سره يوځاى راوګرځي.

ابوبکر د زغم تاب رانه ووړ، له هغه نه يې اجازه وغوښته او د خديجې کور ته روان شو، خپل ليدلى خوب هم ورياد شو، هغه خوب ليدلى و چې له اسمانه مکې ته سپوږمۍ راکوزېږي، هر کور ته يوه تکړه ننوځي او پاتې ټوله د ده په غېږه  کې پرېوځي، هغه اوس حس کړه چې خوب يې رښتيا دى او حقيت ته رسېږي .

ابوبکر ظالم او متکبر نه و او نه يې کوم زعامت لره چې په لمنځه وړلو به يې ويرېدلى وای او نه يې په بتانو ايمان لره، له هغې ورځې راهيسې يې له بتانو څخه کرکه راغلې وه چې له کومې ورځې نه يې ورته وويل: زه وږى يم ما ته ډوډۍ راکړه او هغه په خپله چوپتيا کې ډوب وو.

ذهن يې تړلى نه و او نه د کومې غوښتنې او شهوت ملاتړی و، ابوبکر د حقيقت جوهر غوښت، په خپل ملګري کې يې ټولې هغه هيلې ليدلې وې چې د اصلاح غوښتونکو په زړونو کې درزيدې، کله چې يې هم د حکيم له وينځې واورېدل چې خديجه ګمان کوي چې مېړه يې د موسى په څېر راليږل شوى نبي دى، په منډه راپورته شو چې ورسره وګوري .

ابوبکر د خديجې د کور دروازې ته ودرېده، په ډېر هيجاني شکل يې دروازه وټکوله، شېبه وروسته دروازه پرانيستل شوه، وينځې پسې وروسته روان شو، په انتظار خونه کې کېناست، وينځه هلته لاړه چېرته چې ابوالقاسم او کورنۍ يې ناسته وه، هغوى يې د عتيق بن ابي قحافه په راتګ خبر کړل .

محمد عليه السلام د خپل ملګري ملاقات ته ورغى، خديجه راپاڅېده د عواطفو سمندر يې په جوش راغى، لېواله شوه چې د دواړو ملګرو ترمنځ خبرې واوري، په دې باوري وه چې ابن ابي قحافه به د محبوب بلنه ومني، ابوالقاسم خپل ملګري ته په ورين تندي ورغى، ابوبکر ورپاڅېده او په احساساتي لهجه يې وويل :

– وا ابوالقاسمه! ستا په اړه دا څه اورم؟

نبي ﷺ په ارامه لهجه وويل :

– ابوبکره! زما په اړه دې څه اورېدلي دي؟

– اوريدلي مې دي چې يو الله ته بلنه کوې او دعوه لرې چې د الله استازى يې .

– بلې! ابوبکره. رب مې زيرى ورکوونکى او ويروونکى راليږلى يم، د ابراهيم دعا يې ګرځولى يم او درستو انسانانو ته يې استولى يم .

د خديجې په سينه کې زړه په ټوپونو شو، ټوله غوږ غوږ شوه، ډېره منتظره پاتې نه شوه، له ابوبکر نه يې واورېدل چې په ډېر باور او ډاډ وايې :

– په الله که دې کله دروغ ويلي وي، د رسالت لپاره جوګه يې، د ستر امانت قابل يې، د ښو ښيګڼو او کړنو څښتن يې. لاس دې راوغوځوه .

خديجه د خوشالۍ سمندر په مخه کړه، ابوبکر پکې نه شک وکړ او نه يې رد کړه بلکې ويې ويل: اشهد ان لا اله الا الله، وانک رسول الله.

خديجه په خوښۍ راووتله، سور ټيکرى يې پرځان و، ويې ويل :

 – د الله ستاينه ده ابوبکره چې الله درته هدايت وکړ .

ابوبکر د اسلام په سپېڅلې رڼا منور شو او د رسول الله ﷺ له کوره په ډېره خوشالۍ ووت.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *