سرمقالې

تعلیمي یووالي ته اړتیا

زموږ په لوستې او علمي طبقه کې د ملا او مکتبي یا مدرسې او مکتب اختلاف یو بل سرخوږی دی چې ژورې درملنې ته اړتیا لري. دا لانجه دعوا مو تر خپل منځي اختلافاتو او جنجالونو په مراتبو ډېره زیاته خطرناکه او د ټولنې د هلاکت، ذلت او بدمرغۍ لامل ګرځېدلې او لاهم پرلپسې ناخوالې راولي. په دې لړ کې د اسلامي امارت مشران وخت پروخت یادونه او ټینګار کوي چې افغانانو کې د تعلیمي بهیر دغه دوه رنګي له منځه وړل غواړي. خو د زیاترو پوهانو په اند دې برخه کې لا چندان ډېر کارنه دی شوی یا دا چې ګامونه باید ګړندي واخیستل شي. ځکه دا ستونزه داسې هم نه ده چې ټول امت ته ورپېښه او ګرده اسلامي نړۍ پرې اخته وي، بلکې دا زموږ خواته له هنده راغلې، چېرته چې انګریزانو اوږده زمانه واکمني لرله. تردې چې دا لانجه زموږ ګاونډ ایران کې هم نشته او د عربي هېوادو په څېر هلته هم ټولو تعلیمي مراکزوته مدرسه ویل کیږي. په هر صورت، دا ستونزه هوارول غواړي نو ښه به دا وي چې دې موخې ته د رسېدو لپاره سر له اوسه په مدرسو او مکتبو دواړو کې یو بل ته د ورنږدې کېدو په لارو چارو فکر وشي. مثلاً په مدرسو کې د ځینو غیر ضروري مضامینو پر ځای لیکنې، پښتو، دری، انګلیسي، ریاضي، ملي تاریخ، صحي لارښوونو او داسې نوروته ځای ورکړو او په مکتبو کې بیا هم د غیر ضروري پر ځای دیني مضامینوته. بل قدم کې بیا د مدرسو تعلیمي کال هم د مکتبونو په څېر د ګرمو او سړو سیمو نظام ته واړوو، بیا هڅه وکړو چې د عصري او دیني دواړو عمومي زده کړه په لسو کلونو کې ځای او ترلس کلن تعلیم وروسته د تخصصاتو بېلابېلو څانګو ته په خپله خوښه د طالب العلمانو د ورتګ زمینه مساعده کړو. په دې ډول به کرارکرار اخر هغه پړاوته ورسیږو چې د مکتب او مدرسې بېلتون به ختم او ترلسم پورې به ټول هېواد کې د نارینه او ښځینه و په شمول ټولوته ایکي یو نصاب، یو ډول کتابونه او د یوه اعتبار والا سندونه ټاکل شوي وي. البته تردې مرحلې وروسته دې بیا د تخصصي پړاو په هره څانګه کې د مهارت لپاره انتهایي ډېره هڅه وشي څو وکړی شو د خپلو رسېدلو او ماهرو مسلکي کدرونو پرمټ د هېواد په ودانۍ او خلکو په مناسب خدمت کې د پرمختګ او سوکالۍ په لور ګړندي ګامونه واخلو. د دې ستونزې د هواري په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *