افغانستان

ملا بخت الرحمن شرافت: نړۍ سره په پولادي کرښه وصل یو

د وسپنې پټلۍ سرپرست ملا بحت الرحمن شرافت په خپله رسمي اېکس ليکلي چې د ایران له لارې یې دویمه جوپه توکي هم ترکیې ته ولېږدول.
د ښاغلي شرافت په قول چې دویم کتار انتقالات یې له هرات څخه ترکیې ته لېږدولي دي. ملا بخت الرحمن شرافت په خپلې رسمي اېکسپاڼې د هغه باروړونکو موټرونو ویډيو خپره کړې چې افغاني توکي ترکیې ته لېږدوي. نوموړي ویلي: مونږ نور نړۍ سره په پولادي کرښه وصل یو. یوازي انتقالات نه بلکې ولسونه سره نزدې کوو او نړۍ ته د امن پیغام ورکوو.
ښاغلی شرافت په خپل اېکس د ایران او افغانستان اړیکې دوستانه او پیوستون نه ماتېدونکی او پولادي ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې اونۍ وړاندې هم یو زر او ۱۰۰ مټریک ټنه تالک د روزنک وسپنې پټلۍ په وسیله ترکیې ته صادر شوي وو. ویل کېده چې له فتحې وروسته دا لومړی ځل دی چې افغاني توکي د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې بهر ته صادریږي.

د هرات د وسپنې پټلۍ رییس مفتي محمد نسيم محمدي د یادو تالک ډبرو د لېږد په تړاو ویلي چې  په پيل کې به د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد کچه  په ورځني ډول يو اړخیزه وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه اړخیزه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *