افغانستان

افغان او ایراني چارواکو پر ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو بحثونه کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان او ایراني لوړ پوړو پلاویو ترمنځ په دویمه ناسته کې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله شوې د ټرانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو، چابهار بندر کې د ټرانزیټي محدودیتونو لرې کولو او اوسپنې پټلۍ برخې خبرې شوې دي. په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ پر وړاندې د ستونزو پر حل ټینګار ترڅنګ د ټرانزيټ په پیاوړتیا، اسانتیاوو رامنځته کولو، د بیو کمولو، په چابهاربندر کې د مشخص شوې ځمکې بیې وروستي کولو او له دې بندر څخه د ټرانزیټي توکو لپاره د ځانګړي امتیازي مسیر ټاکلو غوښتنه کړې. بلخوا په دې غونډه کې د بلوچستان سیستان والي سردار محمد کرمي د یاد شویو ستونزو د حل لپاره اړوند مسئولینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي. دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او د چابهار بندر له لارې د ټرانزیټ زیاتوالي په موخه د ولایت په کچه د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړېدو او د مرکزي کمېټې له لوري د موضوعاتو د څارلو هوکړه وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *