افغانستان

جاو شینګ؛ چین نورو هېوادونو کې د نه لاسوهنې سیاست پر مخ وړي

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر جاوشینګ سره کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو یې بحث کړی دی.

ملي دفاع وزارت پرون( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه) په خپلې رسمي اېکس پاڼې ددې لیدنې خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړ. دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد وړاندې وویل چې دواړه هېوادونه د اړیکو د ټنګښت برخه کې ګډ مشترکات لري. ملي دفاع وزیر د چین له خوا افغانستان کې له اقتصادي پروژو او پانګونې ملاتړ څرګند کړ. دغه راز جاوشینګ وویل چې چین نورو  هېوادونو کې د نه لاسوهنې سیاست پر مخ وړي. دواړو لوریو دغه راز پر سرحدي ستونزو او د واخان پروژې پر پاتې چارو د اندونو تبادله وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *