دینې لیکنېلیکنې

اسلام کې د بشر حقونه او بيان ازادي

له طلوع نیوز سره د يوناما د وروستي راپور په اړه د مولوي عبدالحق حماد مرکه پوښتنه: په تېرو دوه نیمو  کلونو کې نړیوال همدا یو خبره کوي چې دوی ته بشري حقونه لومړیتوب لري، د بیان ازادۍ ورته ارزښتمنه ده. يوناما په خپل درې مياشتني راپور کې همدا ټکي ياد کړي دي. اوس پوښتنه دا ده چې اسلامي امارت بشري حقونه څنګه تعريفوي؟ او د بيان د ازادۍ اسلامي اصول څه دي؟

حماد: ما د یوناما درې میاشتنی راپور وکوت او یوناما فعالیت او څار رامالوم دی. غواړم پر دواړو موضوعاتو وغږېږم. لومړی بايد پوه شو چې د نړۍ زبرځواک او د لومړۍ کټګورۍ هېوادونه د نړۍ لپاره کوم ډول نظام غواړي؟ او له کمزورو  او د درېیمې نړۍ له هېوادونو د دوی د غوښتنو تر شا پرته فلسفه کومه ده؟

په دنیا کې دوه ډوله قوانین شته: یو الهي او بل وضعي قوانين. الهي مانا هغه قوانین چې زموږ او ستاسو خالق را استولي وي. وضعي قوانین هغه دي چې د انسانانو له خوا جوړ شوي وي. څرګنده ده چې الهي قوانين بشپړ او د ټولو انسانانو حقوق پکې خوندي دي او وضعي قوانين نيمګړي او ډېری وخت د محدودو انسانانو ګټې تضمينوي.

خو د نړۍ زبرځواک هېوادونه غواړي پر نړۍ  هغه قانون نافذ کړي چې همدوی د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره جوړ کړی او څوک چې ددوی له جوړکړي چوکاټ بهر بل قانون تطبيقوي پر هغوی ډول ـ ډول فشارونه راوړي، په دې توګه دوی غواړي الهي قوانين معطل او خپل قوانين تعميل کړي ترڅو پر نړۍ راج وچلوي.

ددې هدف لپاره ملګري ملتونه د دغو ځواکمنو هیوادونو نرم لاسونه دي چې د دوی ددې هدف د تحقق لپاره کار کوي.

اسلامي امارت لپاره د بشر حقونو چوکاټ هغه اصول دي چې الله تعالی د ټولنيز نظام لپاره ټاکلي دي او د اسلامي حکومت مسؤلين يې په تطبيق مکلف کړي دي.

هغه د دين له حفاظت وروسته پنځه اصول دي:

لومړی؛ د نفس خوندیتوب: مانا څوک به ناحقه نه وژنې.

دويم؛ د نسل خوندیتوب: مانا دا چې د نسل د تداوم لپاره به يوازې له مشروع لارې ګټه اخلې

درېیم؛ د عقل خوندیتوب: مانا داسې څه به نه کاروې چې ستا عقل ته زیانمن او له نارمل حالته دې وباسي.

څلورم؛ د مال خوندیتوب: مانا د بل انسان پر مال او شتمني به تېری نه کوې.

پنځم؛ د پت خوندیتوب: مانا د بل انسان پت به خوندې کوې او پر حریم به یې تېری نه کوې.

د دغو اصولو په نقض سره اسلام خپلې سزاګانې ټاکلي او د اسلامي امارت د بشري حقونو چوکاټ په همدغو پنځو (مقاصد شریعه) کې راټول او قلمبند شوی.

پورتني اصول د حکومتولۍ او ټولنیز ژوندانه لپاره بنسټیز دي. ددغو اصولو په ماتولو الله تعالی خپلې سزاوي ټاکلي او په دې کې نه ملګرو ملتونو، نه بل سازمان، نه امریکا، نه بریتانیا او نه نورو سازمانونو ته د مداخلي اجازه شته. دا الله ټاکلي، حد او قصاص دې ته ظالمانه، ناوړه، د عدالت خلاف ویل د اسلام پر اساساتو نیوکه ده چې د افغانستان وګړو ته د منلو نه دي.

د ملګرو ملتونو راپور کې یوه پېښه راوړي چې غزني کې یو څوک اعدام شوی، حالنکه همدغه مجرم د یوې کورنۍ څلور تنه حلال کړي او څاه ته یې اچولي. د یادو څلورو تنو مظلوميت ته نه ګوري او د یوه مجرم پر مرګ غوغا جوړوي.

اسلامي نظام کې د حدودو تطبیق اصل دی او افغانان اسلامي نظام غواړي. هغه نظام ته چې حدودالله پکې پلې نه وي، اسلامي ورته ویلی نه شو. زموږ سرښندنې د همدې نظام لپاره وې.

ملګرو ملتونو ته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې د اسلام پر بنسټیزو اصول نیوکه وکړي، هغوی ته به خپل ارزښتونه مقدم وي. دې ته سارایي محکمې او نور ویل غندو، موږ به د الله ج حدود د هغه تعالی پر ځمکه پلې کوو، دا مو هم مسوولیت او هم د همدې رسالت اداینې ته راستول شوي یو.

عدالت هغه وخت قایمیږي چې همدغه حدود وضع شي. که نه تاسو د نیویارک او واشنتګن حالت وګورئ چې هره ورځ پر زرګونو خلکو تېری کیږي. دوی خو د وسایلو په زور کنټرول راوستی. اسلام چې کوم اصول ټاکلي، که دا تطبیق شي، بیا کامرې او وسایلو ته اړتيانشته، هغه مهال به مصنوعي نه، حقیقي امن وي.

د بيان ازادي

د بیان د ازادۍ په اړه به ووایم چې یو د غرب د بیان ازادي ده او بل د اسلام. په غربي ازادۍ کې ته هر څه ویلی شې. د مشرانو پر وړاندې بې قید او شرطه توهین او پر ارزښتونه نيوکه کولای شې؛ خو اسلام د بیان ازادۍ ته یوه محدوده ټاکلې. ګورئ، اسلام پیروانو ته اجازه ورکړې چې مسوول کې کومه تېروتنه ګورې نو هغه وروښیه؛ خو د بيان په ازادۍ کې لاندې اصول مراعتول اړين دي:

تبين او کره والی: مانا يو خبر چې ترڅو کره شوی نه وي نه به يې خپروې.

د الحجرات سورت شپږم او الاحزاب سورت اویایم آيتونه په دې اړه صراحت کوي.

شرعي نصوصو ته درناوی: معنا دا چې شريعت کوم احکام ټاکلي پر هغو به نيوکه نه کوې.

د الاحزاب سورت شپږ دېرشم آيت په دې اړه صراحت کوي.

د مشرانو درناوی: معنا دا چې که کوم مشر له اصولو اوړي نيوکه پرې کولی شې خو توهين به يې نه کوې، رسول (ص) یوه حدیث شریف کې وایي: (( څوک چې د خپل مشر/باچا سپکاوی کوي، نو الله ‎(ج) ب یې سپک کړي.))

بل د رواني امنیت د ساتنې مسله ده. مانا وړه پېښه به نه غټوې. دا د مدينې د منافقانو خاصیت و . دوی به چې وړه پېښه ولیده نو شور به یې جوړ کړ. (د النساء سورت درې اتیایم ايت کې صراحت شوی.)

د یو چا پر شخصي حریم به تېری نه کوې. (الحجرات سورت ۱۱ آيت وګورئ.)

دا هغه موارد دي چې په نظر کې باید ونیول شي. نور دبیان ازادي هم شریعت او هم اسلامي امارت ورکړې ده.

سمونه او اوډون: خالد افغان

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button