مسکو په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت د دریځ ننګه کوي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره کتلياو د مسکو-کابل پر دوه اړخیزو اړیکو یې بحث کړی دی.
د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلمنځيو اړیکوته لا وده ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا د سیمې له ټیکاو او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.
ښاغلي دیمیتري ژیرنوف په ډاګه کړې چې مسکو په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت دریځ او نظر ته ارزښت ورکوي. نوموړي همداشان د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د روسیې سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان سره د مسکو له مرستو مننه وکړه.
مولوي عبد الکبیر له مسکو څخه مننه کړې چې د تاتارستان په راتلونکې ناسته کې یې بلنه ورکړې ده. مولوي عبدالکبیر دغه راز له روسي پانګوالو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي.