امـریـکا کـې پـولیـس پـه نـښـه شــوي
امریکايي چارواکي وایي، په شمالي کارولینا کې د ډزو په پایله کې درې پولیس افسران وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د شارلوت – مکلنبرګ د پولیسو ادارې مشر جاني جیننګ په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دا پېښه د شمالي کارولینا په «شارلوټ» ښار کې شوې ده.
د دغه هېواد د چارواکو په وینا، ډزې هغه مهال شوې چې د شالوت د پولیسو د څانګې افسران د یوه شکمن د نیولو لپاره د هغه کور ته روان وو.
جاني جیننګ ټینګار کړی چې دغه کور د امنیتي ځواکونو له خوا تصفیه شوی او بالاخره د ده په انګړ کې په دې جګړه کې شکمن کسان هم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې چې په دې پيښه کې درې تنه پولیس وژل شوي او په پنځو ټپیانو کې د یو کس روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي چې د ټینیسي په ایالت کې د ډزو په پایله کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د ویلو ده چې په امریکا کې وسلهوال تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی چې زیاتره بریدونه په ښوونځیو، کلیساګانو او له بیروبار په ډکو ځایونو کې کېږي.