نړۍ
ترکیه کې یوه ښځه په 1800 کاله بند محکومه شوه
ترکیې په ۲۰۲۲ کال کې د یوې چاودنې په پلانولو تورنه شوې یوه ښځه په اووه ځله عمري بند او ۱۸۰۰ کاله بند محکومه کړه.
ترکي رسنیو په دې وروستیو کې د استانبول د څارنوالۍ د دفتر په حواله خبر ورکړی، چې د دغې ځوانې ښځې نوم «احلام البشیر» دی او په ۲۰۲۲ کال کې یې د استانبول په تقسیم څلورلارې کې په یوه بمي برید کې ۶ کسان وژلي او ۹۹ نور یې ټپیان کړي وو. د ترکیې سترې محکمې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې دغه ځوانه ښځه په ۷ ځله عمري بند او ۱۸۰۰ کاله بند محکومه شوې ده او د دغې پرېکړې پر بنسټ البشیر د یووالي د له منځه وړلو او قصدي وژلو په تور سخته جزا ورکړل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۱۳مه د ترکیې د استانبول ښار په مرکز تقسیم سیمه کې چاودنه وشوه چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.