دینې لیکنېلیکنې

ایا جنیات انسان نيولي شي؟

لطف الرحمن قمري

 

د پېریانو نیول انسان ته په عقل او نقل دواړو ثابت دي او دا یو واقعي او لیدل شوی حقیقت دی چې له دې  یوازې جاهل او ضدي خلک انکار کوي.

ما د یو ډاکټر پوسټ لوست، چې هغه د پېریانو د نېول کېدو څخه انکار کړی و او لیکلي وو،چې {جنيات په چا راتلل او یا ننوتل هسې ګپ دي} او په کمنټونو کې هم ډېرو خلکو د ده خبره تائيد کړې وه او د پېریانو نيول کېدل یې رشخند کړي وو، نو زه تعجب کې شوم چې مسلمانان او بیا پښتانه هم له دغه شي انکار کولی شي.

نو غواړم چې د قرانکریم او احادیثو څخه درته دا خبره ثابته کړم چې انسان بلکل پېریان او شیطانان ګډوډ کولی شي او دواړه د انسان په رګونو کې لکه د وینې غوندې ګرځي.

اول له قرآن کریم څخه دلیلونه:

الله تعالى فرمايي: سورة البقره 275 نمبر ایات

ژباړه: {كوم خلك چې سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندې وي چې پېريانو نيولى وي} دا ژباړه مولوي قیام الدین په خپل تفسير کې لیکلې ده.

امام قرطبي رحمة الله عليه فرمايي: په دې آیت کې د هغه چا د خبرې په فساد دلالت کوي چې د جنياتو په وجه له مرض او نېول کېدو څخه انکار کوي او دا خيال لري چې دا د طبیعيت فعل دی او شیطان{جنيات} په انسان کې نه گرځي او نه په ده باندې کېني.

دويم له سنت څخه دلیلونه:

  1. مطر بن عبد الرحمن الأعنق وايي: ((ما ته أم ابان بنت وازع بن زارع بن عامر العبدي د خپل پلار څخه واقعه بيان کړه چې د دې نيکه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو ليونى زوى يا خوريی بوت. دا وايي، زما نیكه وايي: کله چې موږ مدينه کې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلو نو موږ عرض وکړ: اې د الله رسوله ما سره زما لیونی زوی (یا خوریی) دی، ما تاسو ته راوستی دی چې تاسو د ده لپاره له الله عزوجل څخه دعا وغواړئ. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ما ته يې راولئ. ما ورته بوته او هغه په رکاب کې و. لیونی ما پرانيست او د هغه نه مې د سفر كالي لرې کړل او دوه ښايسته كالي مې ورته واغوستل او لاس نيولى مې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راورساوه. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ما ته یې رانږدې کړئ او شا يې زما طرف ته کړئ. دا وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه گرېوان ونیوه او د هغه ملا یې وهله. تر دې چې ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم د تخرگونو سپینی ولیده او رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: راوځه د الله دښمنه راوځه د الله دښمنه! دې سره مريض د خپل اول نظر نه علاوه په سم نظر سره کتل شروع کړل بیا رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه خپلې مخې ته کېناوه او د هغه لپاره يې دعاء وغوښته او د هغه په مخ يې لاس راکش کړ. نو په دغه وفد كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم د دعاء نه وروسته هېڅوک داسې نه وو چې په هغه باندې غوره شي.)

2.يعلى بن مره وايي: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه درې داسې صحنې وليدې چې مخکې هېچا دا نه دي ليدلي او نه به يې له ما څخه وروسته څوک وويني هغه دا چې زه په سفر ووتم او د څه مزل کولو څخه وروسته موږ په يوه زنانه باندې تېر شو چې ناسته وه او ماشوم هم ورسره وو. ما عرض وکړ د الله رسوله دې ماشوم ته څه مصیبت رسېدلی او د ده په وجه موږ هم په مصیبت کې يو. دا ورځ کې پته نشته څو ځله نيول كېږي. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ما ته يې راوله نو هغه ماشوم ورته ما را اوچت کړ او د پالان تر منځ مې ونیو رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغه باندې درې ځله چف وکړ او ویې فرمایل: د الله په نوم او زه د الله بنده یم. کورې شه ای د الله دښمنه بيا يې هغه ماشوم خپلې مور ته ورکړ او ورته يې وفرمايل: موږ چې کله راستنېږو نو ته په همدې ځاې کې له موږ سره مخ شه او د دې ماشوم د حالت باره کې را ته خبر راکړه چې څنگه شو؟ راوي وايي: موږ لاړو او بيرته راغلو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ستا ماشوم څنگه شو؟ هغې وويل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې ته يې په حقه پیغمبر رالېږلی يې، تر اوسه پورې موږ له دې ماشوم څخه هېڅ نه دي حس کړي او دا گډې وزې ذبحه كړه. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : كوز شه او يوه ترې واخله او نورې بېرته ورکړه. او دا حديث يې اوږد ذکر کړ.

امام هيثمي رح وايي دا حديث امام احمد په دوه سندونو سره ذکر کړی او طبراني هم د دې په شان حدیث ذکر کړی او د احمد په دوو سندونو کې د يو سند رجال د صحيح بخاري رجال دي.

  1. . صفيه بنت حيي رضى الله عنها فرمايي: نبي كريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ((شيطان د انسان په بدن کې داسې ځغلي را ځغلي چې څنگه وينه ځغلي راځغلي. متفق علیه.
  2. أبي بن كعب رضى الله عنه فرمايي: ((زه نبي صلى الله عليه وسلم سره وم، يو بانډه راغی او عرض يې وکړ، ای د الله نبي! زما يو ورور دی او هغه ناروغ دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : څه ناروغي لري؟ ويې ويل: په هغه د لېونتوب اثر دی ویې فرمايل ما ته یې راوله هغه بانډه چې خپل ورور د نبي صلى الله عليه وسلم مخې ته كېناوه نبي صلى الله عليه وسلم په سورت فاتحې او د سورت بقرې په اولني آيتونو او دې دوه ایتونو{سورة البقره 162 163} باندې دم کړ دغه شان په آية الكرسي او د سورت بقرې په آخري درې آيتونو او د سورت آل عمران په دې آيت شهد الله انه لا اله الا هو او د سورت اعراف په دې آيت: ان ربكم الله) او د سورت المؤمنون په دې آيت فتعالى الله الملك الحق او د سورت الجن په دې آيت (وانه تعالى جد ربنا او د سورت صافات په اولنيو لسو آیتونو او د سورت حشر په درې آيتونو او په (قل هو الله احد) او آخرنيو دوه سورتونو سره دم کړ نو هغه سړی داسې روغ شو گويا هغه بېخي ناروغ نه .))

د دې لپاره چې موضوع مو ډېره اوږده نه شي په همدغه احادیثو بسنه کوو.

دریم عقلي دليل:

شیخ محمد الحامد فرمايي: هر کله چې جِنات باریک جسمونه دي نو د انسانانو په بدنونو کې د دوی گرځېدل نه عقلا منع دي او نه نقلاً.

ځکه لطيف او باریک شی په پېړ او ډبل شي کې گرځي، لکه هوا چې زموږ په بدنونو کې راننوځي. او لکه اور په سکروټه کې گرځي. لکه بجلي چې په تارونو کې گرځي. بلکې اوبه وگوره چې په خاورو شگو او کالیو کې وي، سره له دې نه چې اوبه په لطافت او باریکی کې د هوا او بجلي په شان نه دي.

څلورم د علماوو اقوال:

. شيخ اشعري رح) په (مقالات اهل السنة والجماعة كې فرمايي پېریان د انسان په بدن کې ننوتى شي. لكه الله تعالى فرمايي:  (البقرة: ۲۷۵)

. عبدالله بن احمد بن حنبل رحمة الله علیه فرمايي:

ما خپل پلار (احمد) ته وویل څه خلک دي چې د هغوی دا خیال دی چې پېری د انسان په بدن کې نه شي داخلېدای نو هغوی وفرمایل اې زویه دا خلک دروغ وایي پېری خو د انسان په ژبه باندې خبرې هم کولای شي. (رسالة الجن، ص۸)

. شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمايي: د جناتو وجود په قرآن سنت او اتفاق د سلفو رح سره ثابت دي. دغه شان د انسان په بدن کې د پېري ننوتل په اتفاق د اهل السنت سره ثابت دي. او دا خو دحس او مشاهدې خبره ده خو چې څوک پرې سوچ وکړي. پېری د انسان په بدن کې ورننوځي او داسې خبرې کوي چې هغه يې نه پېژني بلکې پرې پوهېږی هم نه، بلکې داسې وهل کوي چې اوښ هم ووهې نو مړ به شي حال دا چې په دې باندې دغه نېونکی انسان شخص نه پوهېږي. او دا قول د الله تعالى ( كما يقوم الذي يتخبطه الشيطان من المس او دا قول د نبي صلى الله عليه وسلم (شيطان د انسان په بدن کې د وينې په څېر گرخي او داسې نور دلایل د دې تصديق کوي. مختصر الفتاوى المصرية، ص ۵۸۴)

.عمرو بن عبيد وايي څوک چې د انسان په بدن کې د جنياتو له داخلېدو څخه انکار کوي، دهري دی. (آكام المرجان، ص ۱۰۹).

. قاضي بدر الدين شبلي فرمايي: په نقلي دليل کې راغلي چې جنيات په انسانانو کې گرځي.(آكام المرجان، ص ۱۰۹).

او همدارنګه د طب ډېر ماهر ډاکټران هم دا مني چې جِنيات انسان ته داخلېدلی شي.

نو دا بلکل یو منل شوي حقیقت دی چې پېریان انسان نيسې او د هغې په واسطه انسان ګډ وډ کېدی شي.

مأخذ {وقایة الأنسان من الجن وشیطان}

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *