دینې لیکنېلیکنې

بدلمني او د هغې نا وړه اغېزې

                          تهیه ، ترتیب او ژباړه: محمد علي عظمت

الله (ج) وایي ( زنا [او دهغه اسبابو] ته مه نژدې کېږئ). نو لاندې به د هغه څو بدې او ناوړه اغېزې ولیکم ، څو مسلمانان ځانونه ترې وساتي:

1 ـــ بدلمنو ته د مصیبتونو را مخه شي .

2 ـــ دهغو له زړه د عبادت ولوله له منځه وړي .

3 ـــ په زړه باندی يې مهر لګېږي .

4 ـــ د هغو د ذلت او خوارۍ لامل جوړېږي.

5 ـــ د انسان غوره شهرت او  ښه صفت ور سره ختمېږي .

6ـــ د بدلمنو زړونه توره وي .

7ـــ هغو د برکتونو له کموالي سره مخ کیږي .

8ـــ په بدلمنو انسانانو وچکالي او بېوزلي راځي .9ـــ د هغو نیک عملونه له منځه ځي .

10ـــ د هغوي زړونه سختوي .

11ـــ د الله ﷻ او د هغه انسان تر منځ واټن
پیدا راولي .

12ـــ د دې کوونکي د قیامت په ورځ د الله ج له  رحمته بې برخې وي  .

13ـــ  د الله ج په وړاندې بدلمنی انسان سپک وي .

14ـــ زنا د قبر د عذاب لامل جوړېږي .

15ـــ بدلمني انسان له پاکې روزۍ څخه محروموي .

16ـــ که څوک یې حلاله یاده کړي ؛ پرې کافر کېږی .

17ـــ د قرآن کریم له علومو هیڅ ګټه نه شي پورته کولی .

18ـــ بدلمني انسان ګناهونو ته هڅوي .

19ـــ بدلمني انسان په استدراجي توګه ، په ګناهونو کی ډوبوي .

20ـــ بدلمني هغوی د دنیا په عذابونو اخته
ککړوي  .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *