افغانستان

تېر کال د شېرخان بندر له لارې ۹۰۰ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي

د کندز د بهرنیو چارو ریاست مسوولین تېر کال د شېرخان بندر له لارې هېواد ته د اروپا، امریکا او آسیايي هېوادونو څخه ۹۰۰ بهرنیو وګړو د راتګ خبر ورکوي.د دغه ولايت د بهرنيو چارو ریاست د کنسول آمر قاري عبيدالله عابدي له باختر آژانس سره په مرکه کې وويل، په تېر یوه کال کې چې د بهرنيو چارو په ریاست کې د ويزو صدور پیل شوی، د شېرخان بندر له لارې تراوسه ۹۰۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي دي. عابدي زیاته کړه، چې په ورځ کې تر لسو پورې بهرني وګړي د بهرنيو چارو رياست ته د ویزو اخیستو په موخه راځي او وروسته بیا خپل د خوښې ولایت ته د سیاحت او تفرېح په موخه سفر کوي. ورته مهال د د غه ولايت اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د ګرځندوی آمر محمد شعيب رحيمي باختر آژانس ته وویل، چې په تېر کال کې له امریکا، ایټالیا، سویډن او چېک هېوادونو څخه ۶۰ بهرني سیلانیان راغلي، چې کندز او د هېواد شمال ختیځ زون ولايتونو ته په سفر راغلي دي. د هغه په وینا چې د دغو سیلانیانو د سفر موخه یاد ولایت ته د سیاحتي او زیارتي سیمو څخه لیدنه وه، چې په کې خبریالان هم شامل دي.په ورته وخت کې بیا د اطلاعاتو او کلتور رئیس مطیع‌الله روحاني وايي، چې د اسلامي امارت په بریا سره اوسمهال په افغانستان کې امنیت ډاډمن دی او بهرني سیلانیانو ته هېڅ‌ راز امنيتي ستونزه نشته او دوی کولای شي بې له کومې وېرې افغانستان ته په سفر راشي او د دغه هېواد له مختلفو ولايتونو په ځانګړي ډول له کندز څخه لیده کاته کولای شي.اخوا دوه بهرني سیلانیانو له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل، چې د افغانستان اوسني نظام کې امنیت د ډاډ وړ دی او موږ بې له کومې وېرې د دغه هېواد ګوټ – ګوټ ته په ارامه او ډاډمنه فضاء کې خپل سفر کولای شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button