ورزش

المپیک کمېټه: تېر کال افغان لوبغاړو بهرنیو سیالیو کې ۲۲ مډالونه ګټلي

د المپيک ملي کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې و ويل چې د يادې ادارې له لوري د تېر يوه کال په موده کې د هېواد په کچه ۳زره ۵۸۶ تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره شوې دي. سرچينې زياته کړې، چې افغانستان د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبغاړو په تېر يوه کال کې ۴۹ بهرنیو سياليو کې ګډون کړی او په پايله کې يې افغان لوبغاړو ۲ د سرو زرو، ۱۰ د سپينو زرو او ۱۰ د برونزو مډالونه ګټلي دي. سرچینې ویلي، چې تېر کال په پلازمېنه کابل کې د واليبال، فوټبال، فوټسال او وزلوبې غوره ليګونه په برياليتوب سره ترسره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *