افغانستانورزش

فوټسال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام سیالیو ته لار وموندله

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې اسيا جام مقدماتي سياليو کې د اوو امتيازونو او لومړي مقام په ترلاسه کولو سره د ٢٠٢٤ کال اسيا ملتونو جام ته لار وموندله.
یاده لوبډله نن هېواد ته راستنه شوه، چې د هېوادوالو او ورزش ادارې د رهبري له تود هرکلي سره مخ شوه.
فوټسال لوبډلې ته د فوټبال ملي لوبډلې د ښه راغلاست ځانګړي مراسم ترتيب شوي و، چې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریيس مولوي احمد الله وثيق او ګڼو مسولینو ګډون کړی و.
په پيل کې مولوي احمد الله وثيق د اسيا ملتونو جام ته د فوټسال ملي لوبډلې د لار موندلو مبارکي ټولو هیوادوالو او ورزشکارانو ته ورکړې.
ښاغلي وثيق د چين په کوربتوب په اسيايي سياليو کې د افغان ورزشکارانو لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې د هېواد د ورزش ادارې په وروسیتو کې ښې او له ویاړه ډکې لاسته راوړنې لرلې دي.
نوموړي ویلي، چې د فوټسال په برخه کې سترو هېوادونو ته ماتې ورکول اسانه کار نه دى، خو د فوټسال د ملي لوبډلې زحمتونو او همت دا هر څه ممکن کړل.
ښاغلي وثیق ژمنه کړې، چې په ټول توان به د ورزشکارانو ظرفيت لوړولو ته کار کوي، تر څو هېواد ته په نړیواله کچه نوم ورکړي او ګڼ ویاړونه راوړي.
مولوي احمدالله وثیق د فوټسال ملي لوبډلې دا لاسته راوړنه د هرات ولایت وروستيو زلزله ځپلو ته ډالۍ کړې ده.
د ٢٠٢٤ کال اسيا ملتونو جام ته د فوټسال مقدماتي سيالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب ترسره شوې، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په خپل ګروپ د اوو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ او د اسيا ملتونو جام ته يې په لومړي ځل لار وموندله.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسيا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې سعودي عربستان ته د ٣-٢ ماکاوو ته د ١٨-٢ ماتې ورکړه او له ماليزيا سره يې ٧-٧ لوبه مساوي کړه.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسيا جام مقدماتي سياليو ته تر تلو وړاندې له بېلا بېلو هېوادونو سره ١٩ تمريني او دوستانه لوبې وکړې، چې له دې ډلي يې ١٠ وګټلې ٧ مساوي او ٢ يي بايلودلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *