افغانستان

د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو په تړاو بحثونه وشول

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن په خپل اېکس په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمیسیون د غونډې خبر ورکړی دی. په دې غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلاره او د کان کیندنې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې پر پالیسیو بحث وشو.

د یادو موضوعاتو تر ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې د موضوعاتو د لا بډاینې په موخه دې په دې مسودو کې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي ادارې غړي زیات شي او د  نظر اخیستلو لپاره دې  تدارکاتو ریاست ته ولېږل شي.

همدارنګه د کان کیندنې پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په اړه د جوړې شوې پالیسۍ د اصلاح او غني کولو په موخه د اقتصادي معاونیت د اقتصادي ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو په دې اړه ګډې ناستې وکړي او اصلاح شوې پالیسي دې بېرته د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.

د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دایرېږي چې په هره غونډه کې پر لویو او مهمو پروژو بحثونه کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button