افغانستان

لغمان کې د پینځو چکډیمونو چارې بشپړې شوې

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د پینځو چیکډیمونو د بشپړولو خبر ورکوي. د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په وینا د یادو چکډیمونو پر بشپړولو شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو په پرانیستغونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی. ورته مهال د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې  دغه پروژې د لغمان په پینځو ولسوالیو کې پلې شوي دي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا  ولري. د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت برخه کې لا ډېر کار ته چمتووالی ښودلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button