راپورونه

د سترې محکمې دحقوقو لوی ریاست: په تېر یوه کال کې نږدې درې لکه حقوقي قضیې حل شوې

 

شریعت: نږدې درې کاله کېږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکمیت لري او ترټولو لویه لاسته راوړنه يې په هېواد کې سرتاسري ډاډمن امنیت، د حکومت ټینګوالی، په بېلابېلوبرخوکې اقتصادي مختګونه او د ګاونډيانو په شمول له ټولي نړۍ سره د مثبتو اړيکو رامنځته کول دي ، دغه راز اسلامي امارت په سلګونو نوري لویې او وړې  لاسته راوړنې هم لري، خو موږ دلته یواځې په حقوقي برخه خبرې کوو.

د افغانستان د سترې محکمې د حقوقو د لوی رياست عمومي رییس مفتي محمد ابراهیم جان «ابوالحفاظ» شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: چې د حقوقو عمومي ریاست او اړوندو ادارو ته يواځې املاکي، فامیلي، ديوني او سوداګریزې عرایض او دعوې وړاندې کېږي.

ښاغلي ابوالحفاظ وويل: چې يواځې د تېر ۱۴۰۲ لمريزکال په اوږدو کې د هېواد په کچه د ټولو حقوقي اداراتو له لوري ۲ لکه ۸۴ زره ۳ سوه ۳۶ حقوقي مسائل اجرا کړي دي.

او ۲ لکه ۱۱ زره او یوه حقوقي قضیې حل و فصل کړې، په دې لړکې يواځې۷۳ زره ۳ سوه او ۳۵ حقوقي دعوې پاتې او تر اجرا لاندې دي، چې إن شاء الله به ډېر ژر حل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د حقوقو اړوند ادارې کلنی او ربعوار راپور چمتو کوي او بيا يې د حقوقو عمومي رياست ته وړاندې کوي، نو په همدې اساس ويلای شو چې د ټول هېواد په کچه په یوه ورځ کې تقریباً ۱۰۰۰ او په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۶ زره او په یوه میاشت کې شاوخوا ۲۵ زره نوې عریضې او حقوقي مسایل د حقوقو اړونده ادارو ته وړاندې کېږي.

همداشان هغه وويل، چې د حقوقو د لوی رياست او په ټول هېواد کې له هغه سره د اړوندو ادارو څخه اصلي او اساسي مقصد پر محاکمو د کار د تراکم را کمول او په اسانه توګه ‌خلکو ته د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره زمینه برابرول دي، نو د همدې مقصد په تر لاسه کولو کې تر ډېره بریده بريا هم شتون لري او په راتلونکي وخت کې هڅه داده  چې ښه پلانونه جوړ او په کار واچوو، تر څو د هېوادوالو ستونزې ورسره په ښه توګه حل شي.

د نوموړي پر وینا، طبیعي خبره ده چې وړې ستونزې به کله ناکله مخې ته راځي، خو لله الحمد د ټول هېواد په کچه دا مهال نه په مرکز، نه په ولاياتو او نه په ولسواليو کې داسې ستونزه لرو، چې موږ ورسره مخ شوي يو او د حل لاره دې ورته نه وي لټول شوې؛ بلکې د تېر اشغال په دوره کې د تېر رژيم د مغرضو کړيو له لوري چې د خپلو شخصي ګټو په غرض هېوادوالو ته د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو کې کوم خنډونه را منځ ته کړي وو، اوس هغه ټول له منځه تللې، او مراجعين په آسانۍ سره کولای شي چې خپل غږ او غوښته تر اړونده مراجعو پورې ورسوي.

محمد حسن چې  دحقوقو په رياست کې خپله دوسيه لري، د شریعت ورځپاڼې له خبریال سره په خبرو کې خوښي وښودله او ویې ویل چې دې حکومت کې مو ستونزې ډېرې ښې حل کېږي خو په تېرحکومت کې ورته هېڅ پاملرنه نه کېده.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *