د فلسطین په ننګه لاریونونو زور اخیستی
غزه کې د فلسطیني وګړو د نسلوژنې او صهیونیستي رژیم پر ضد د امریکایي او اسټرالیایي پوهنتونونو محصلینو د لاریونونو سربېره، د یادو لاریونونو لمن تر وینزویلا هم رسېدلې ده.
تازه د وینزویلا په پلازمینه کاراکاس کې هم زرګونه محصلینو د فلسطینیانو په ملاتړ ورته لاریونونه پیل کړي. یادو لاریونکوونکو د صهیونیستي رژیم د بریدونو او نسل وژنې پر وړاندې شعارونه ورکړي دي.
ورته مهال د نیویارک ښار پولیسو د کولمبیا پوهنتون له یوې څانګې لسګونه فلسطیني پلوه لاریونوال نیولي دي. دغهراز کالیفورنیا پوهنتون کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او د مخالفینو او اعتراض کوونکو تر منځ نښتې شوې دي.
د ورستیو شمېرنو له مخې د تېرې شنبې په ورځ ۲۳ محصلین په انډیا پوهنتون کې، ۱۰۲ د بوسټن په نورډ ایسټرن پوهنتون کې او ۶۹ نور بیا د ایروزونا ایالت په پوهنتون کې نیول شوي دي.
اوسمهال د امریکا په ګڼو ښارونو کې د ځوانو محصلینو له لوري د فلسطین په ننګه ګڼ لاریونونه پر لاره اچولي دي.
بل پلو، د امریکا پولیس او امنیتي ځواکونه له لاریونوالو سره بد چلند کوي او یاد سوله ییز لاریونونه یې پاشلي دي. پولیس امریکايي محصلین وهي او بندیانوي. افغان ځوانان په خواله رسنیو کې د امریکا او نورو کفري هېوادونو د بیان د ازادۍ شعارونه تشې ډنډورې بولي.