افغانستانراپورونهروغتیا

د عامې روغتیا وزرات: په تېرو پنځو کلونو کې د ملاریا د مړینې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې

شریعت: د اپریل ۲۵مه د ملاریا د ناروغۍ نړیواله ورځ وه، چې په ټوله نړۍ کې د دوو مهمو دلایلو لپاره نمانځل کېږي،لومړی له ملاریا سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې او دویم هغه مسؤلیتونه په ګوته کوي،چې موږ ټول یې باید د ملاریا د له منځه وړلو لپاره تر سره کړو. د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم یاده ورځ (د یو ښه ژوند په موخه، د ملاریا پر وړاندې د مبارزې ګړندي کول) تر نامه لاندې و نمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزرات د مسؤلینو په وینا، له ننګونو سره سره تېر کال د ملاریا د کنټرول په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او له نېکه مرغه په تېرو پنځو کلونو کې د ملاریا له امله د مړینې هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا وزرات د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت د عرضه خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني، د طب وقايوي رييس حیدر خان حیدر،د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیم الله صافي، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازی احمدولي صدیقي، دولتي مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزرات د عرضه خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني وویل، چې په ټول هېواد کې په ۲۰۲۳ کال کې د ملاریا یو لک ۸۰ زره ۷ سوه او ۱۸ پېښې ثبت شوي، چې زیاتې په ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، پکتیکا او خوست ولایتونو کې وې، د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۸ اعشاریه ۷سلنه زیاتوالی ښیي چې علت یې د خلکو روغتیایي مرکزونو ته زیات راتګ، د ګاونډیو هېوادنو څخه د افغانانو راستنېدل او سیلابونه بلل کېدای شي.
ښاغلی حقاني وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ملاریا ۴۱ اوت بریکونه ثبت شوي،چې د وزارت لخوا ورته ګړندۍ حل لارې لټول شوې او په وخت ورته مناسب ځواب ورکړل شوی دی.
د عامې روغتیا مرستیال زیاته کړه، چې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې چې د لوړ خطر سره مخ سیمو کې ۵ لکه ۶۷ زره ۳ سوه او ۳۰ څخه زیاتې درمل وهلې پشه خانې په وړیا توګه وېشل شوي دې.
نوموړي د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام، د روغتیا نړیوال سازمان او نور مرستندیه موسسو څخه مننه وکړه چې د ملاریا کنټرول او له منځه وړلو کې دوامداره همکاري کوي.
همداشان د عامې روغتیا وزرات د طب وقايوي رييس حیدر خان حیدر وايي، چې د وزارت د غوره رهبرۍ په اساس په هېواد کې ۴ زره او ۹سوه روغتونونه فعالیت کوي چې د ملاریا درمل او وقاییه په کې کېږي او ټول خدمات په وړیا ډول ترسره کوي.
ښاغلی حیدر زیاتوي ملاریا یوه عمومي ستونزه ده یعنې باید په دې کې ټول دخیل ارګانونه او ټول ملت همکاري وکړي او په ځانګړې ډول دې رسنۍ زیات پيغامونه خپل ملت ته وړاندې کړي.
نوموړي په ټولو نړیوالو مرستندویو ټولنو غږ وکړ چې خپلې مرستې دې لا زیاتې کړي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان استازو د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په هکله خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړې او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې به لا نور روغتیایي خدمتونو ته ادامه ورکوي.
په پای کې د عامې روغتیا وزرات د عرضه خدماتو مرستیال عبدالولي حقاني په خپلو لاسونو څو تنه مامورینو ته پشه خانې هم ورکړې.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *